1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسیې ته د ایراني راکټونو د ورکولو په اړه خبرداری

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

امریکا متحده ایالات د ایران له خوا د روسیې د تجهیزولو څخه اندېښنه لري. د امریکا د ملي امنیت مشاور، جان کیربي ویلي دي، د دې څخه تشویش موجود دی، چي کیدای سي ایران روسیې ته مځکي ته مځکي راکټان ولیږي.

https://p.dw.com/p/4IyE0
Raketentest im Iran
انځور: Mehr

هغه اضافه کړه چي که څه هم دغه خبره تراوسه پوري تایید سوې نه ده، خو زموږ سره دغه ډول یو تشویش موجود دی. کیربي دا هم وویل چي روسیې ته د ډرون په لیږلو سره ایران د بې ګناه اوکراینیانو په وژلو کي برخه لري. 

اوکراین او غربي هیوادونه پر روسیې باندي تور لګوي چي د اوکراین په جنګ کي د ایراني ډرون څخه استفاده کوي. خو ایران دا تورونه ردوي، چي روسیې ته ډرون لیږي.