روسیه: په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاقو وده کړې
۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعهافغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو نورو هیوادونو ډیر کوکنار تولیدوي چې د دغو کوکنارو څخه بیا وروسته هیروین جوړیږي. په افغانستان کې د تولید شوو هیروینو څلورمه برخه روسیې ته قاچاقیږي.
د روسیې د نشه ېي توکو پر ضد د دولتي ادارې مشر، ویکتور ایوانوف، په شیکاګو کې د خپلو امریکایې همسیالو سره تر لیدنې وروسته وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د ځینو غړو سره یې د د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو د هڅو په مبهمې ارزیابې هوکړه کړې.
د امریکا او روسیې له خوا د نشه ېي توکو پر ضد ګډ عملیات د ۲۰۱۰م کال د اکتوبر په میاشت کې د یوې چاپې وروسته ښایې د ستونزو سره مخامخ شوي وي. په دغو عملیاتو کې د یو ټن څخه زیات هیروین ونیول شول او د مخدره توکو د تولیدولو څلور فابریکې له منځه یوړل شوې.
د ۲۰۱۰م کال د دسمبر د میاشتې څخه تر د ۲۰۱۱م کال د فبروري میاشتې پوري بیا هم دواړو هیوادونو څلور ځله ګډ عملیات تر سره کړي دي خو ایوانوف وایې چې پټو معلوماتو ته په کتو سره په بیړه د پوځي عملیاتو لپاره هوکړه یو سخت کار دی.
که څه هم ویل کیږي چې طالبان او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې د غیرې قانوني مخدره توکو د تولید څخه ګټه اخلي خو ایوانوف وایي چې د ځمکو خاوندان او قاچاق کوونکي کوم ایدیالوژیکي مقصد نه لري. هغه زیاتوي چې طالبان هر کال د مخدره توکو د تجارت څخه ۱۵۰میلیونه ډالر په لاس راوړي. ایوانوف زیاتوي چې قاچاق کوونکو په افغانستان کې پوځي ترانسپورتي تأسیسات یرغمل نیولي ترڅو د هغوۍ څخه د مخدره توکو په انتقال کې ګټه واخلي.
د هغه په حواله په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پیښو کې زیاتوالي د هغه څه مخه ډوبه کړې چې بزګران دې ته تشویقوي چې د کوکنارو پر ځای کوم بل قانوني کښت وکړي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش