1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهروسیه

روسیه: پر ښوونځي حمله کې په لسونو کسان مړه او ټپيان دي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

یوه وسلوال کس د دوشنبې په ورځ په مرکزي روسیه کې د یو ښوونځي په منځ کې ډزې کړې چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي. چارواکو د دغه خبر په ورکولو وويل چې حمله کونکي تر حملې وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

https://p.dw.com/p/4HMzG
 د مرکزي روسېې د ايژوسک ښار په ۸۸م نمبر ښوونځي څخه بهر د یو وسلوال بریدګر تر حملې وروسته راټول شوي خلک
د مرکزي روسېې د ايژوسک ښار په ۸۸م نمبر ښوونځي څخه بهر د یو وسلوال بریدګر تر حملې وروسته راټول شوي خلک انځور: Ilyas Bekmansurov/TASS/picture alliance

د اسوشيېتيد پریس خبري آژانس له مسکوه ليکي چې حمله د ايژوسک ښار په ۸۸م نمبر ښوونځي کې شوې ده. ايژوک په اودمورتیا سيمه کې پروت ښار دی کومه چې د مسکو ختيځ ته په ۹۶۰ کیلومترۍ کې واقع ده.

د روسېې تحقیقاتي کمېټې، بریدکونکی د ارتیوم کزانتسیف (Artyom Kazantsev) په نوم ښودلی چې ۳۴ کاله عمر ېې درلود او له همدغه ښوونځي څخه فارغ شوی وو.

منبع وېلي دي چې د حمله کونکي پر تن یو تور تي شيرت وو چې د «نازي سمبول» ښکارندويي کوي، خو د هغه د حملې د انګیزې په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د اودمورتیا والي، الکساندر برچالوف وويل چې حمله کونکي تر حملې وروسته خپل ځان هم وژلی دی. د والي په خبره هغه د يو ناروغ په توګه د رواني ناروغيو د درملنې په یوه روغتون کې راجستر شوی وو.

په دقیقه توګه لا روښانه نه ده چې په وژل شوو کسانو کې په کوم شمیر ماشومان او په کوم شمیر بالغان شامل دي.

د کريملین ویاند، دميتري پیسکوف دغه حمله یو «تروریستي عمل» ښودلی
د کريملین ویاند، دميتري پیسکوف دغه حمله یو «تروریستي عمل» ښودلیانځور: Sergey Kuznecov/SNA/IMAGO

خو برچالوف وويل چې ۹ وژل شوي او ۲۰ ټپیان ماشومان دي. تر دې مخکې د روسېې د تحقیقاتو کمېټې ويلي وو چې ۷ ماشومان وژل شوي او ۷ بالغان په ټپيانو کې شامل دي.  

د کريملین ویاند، دميتري پیسکوف دغه حمله یو «تروریستي عمل» ښودلی. پر وینا ېې د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتین اړوندو چارواکو ته د ټولو لازمو اقداماتو د ترسره کولو امر کړی دی.

پسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «ولسمشر پوتین په ښوونځي کې چيرته چې یوه تروريستي پيښه رامنځ ته شوې، د وژل شوو کسانو او ماشومانو په اړه په ژور خپګان کې دی.»

په دغه ښوونځي کې د لومړي تر يوولسم ټولګي پورې شاګردان زده کړې کوې.

د ايژوسک ښار په مرکزي روسيه کې د اورال غرونو لويديځ لور ته پروت دی. دغه ښار ۶۴۰ زره نفوس لري.

آ./م.ک.ص./ا.ا.