1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه:‌ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له پاره مرسته کوو

۱۳۹۸ مهر ۵, جمعه

روسیې ویلي چې مسکو غواړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تیرې میاشتې په ترڅ کې د لغوه شوو مذاکراتو د بیا پیل له پاره مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو په ناسته کې د روسیې خارجه وزیر افغانستان ته د بهرنیو مرستو پر ورکړې ټینګار کړی.

https://p.dw.com/p/3QJou
Russland | Gespräche in Moskau über Waffenruhe in Afghanistan
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۶ نیټه) د ریا په نامه د روسیې خبري آژانس د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې مسکو چمتو دی چي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لغوه شوو مذاکراتو د بیا را ژوندي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ له نیږدې یوه کال راهیسې روانې دغه خبرې چې نهه پړاونه یې بشپړ شوي ول، تیره میاشت د ولسمشر ترمپ له لوري د ټویټر د یوه پیغام له لارې لغوه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي ناسته کې د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان شمالي سيمه د ترهګرو په ځالي باندې د بدلیدو خبرداری ورکړی وو.

لاوروف د افغانستان شمال د نړیوالو ترهګرو په قوي مرکز له بدلیدو خبرداری ورکړی دی.
لاوروف د افغانستان شمال د نړیوالو ترهګرو په قوي مرکز له بدلیدو خبرداری ورکړی دی.انځور: Reuters/Eduardo Munoz

لاوروف ویلي ول: «د افغانستان شمال ښايي د داعش په مشرتوب د نړیوالو ترهګرو سازمانو په نوي غښتلي مرکز بدل شي.»

لاوروف همدا راز په خپله وینا کې ویلي ول چې د دغو ننګونو او ګواښونو د لمنځه وړلو په برخه کې افغانستان په یقیني توګه بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل لوري ته پرون د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډي په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزير د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پرمهال هم د افغانستان د موضوع په هکله خبرې کړي دي.