روسیه به تر ۲۰۴۲ کاله په تاجیکستان کې پوځي اډه ولري
۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه
د روسیې د دفاع وزیر د جمعې په ورځ له خپل تاجیکي سیال سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې ئې په دې هیواد کې د روسيې د پوځي اډو موده تر ۲۰۴۲ کاله پورې وغځیده. دا په داسې حال کې ده چې اوس د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجیکستان په سفر بوخت دئ.
د دې تړون په مقابل کې روسیه لا ډیرو تاجیکي کډوالو ته اجازه ورکوي چې په دې هیواد کې کار وکړي. روسیې له افغانستان څخه دې هیواد ته د تاوتریخوالي او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي له پاره له خپل وفاداره ملگري تاجیکستان څخه مرسته غوښتې ده. دغه هیواد د تاجیکستان په گاونډیو هیوادونو ازبکستان او ترکمنستان کې د تاجیکستان په پرتله لږ نفوذ لري.
اوس روسیه په تاجیکستان کې درې پوځي اډې لري چې په کې شاوخوا ۶۰۰۰ روسي سرتیري میشت دي. د پوتین د بهرنۍ پالیسي مشاور یوري یوشاکوف ویلي دي: «روسیه او تاجیکستان دواړه دغې اډې ته ضرورت لري.»
یوري ویلي دي چې روسیه به په سمبولیک ډول تاجیکستان ته د خپلې اډې د غځولو په موخه یو څه پیسې هم ورکړي. د دغې اډې اوسنۍ تړون د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې پای ته رسیږي. دا هغه کال دئ چې تر پایه پورې به ئې د ناټو ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي. د دې تړون له مخې به په تاجیکستان کې میشت روسي سرتیري او د هغوی کورنۍ دیپلوماتیک مصونیت ولري.
ولادیمیر پوتین تر دې مخکې د سپتمبر په میاشت کې د قزاقستان او قیرغستان هیوادونو ته هم سفرونه کړې وو. هغه غواړي چې په منځینۍ اسیا کې د روسیې نفوذ لا پسې ډیر کړي. د دې کار له پاره هغه د دې سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي ملاتړ ژمنې کوي.
د روسیې او تاجیکستان د ولسمشرانو له خوا په یوې گډې بیانیه کې راغلي دي چې په سیمه کې د ثبات د ټینگ ساتلو له پاره له افغانستان څخه د مخدره توکو د قاچاقو او افراطیت د غځیدو مخنیوی د هغوی له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي.
مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض