1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسیه ایټالیا ته بیرته ګاز لیږي

۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

روسیه تر لنډ توقف وروسته د اطریش له لاري بیرته ایټالیا ته ګاز پمپوي. د روسيې ګازپروم شرکت ويلي دي چي د ګازو اخیستونکي ایټالوي شرکت،ایني سره يې دغه هیواد ته دګازو نه لیږلو د مشکل یو حل پیدا کړی دی.

https://p.dw.com/p/4HmE1
Dänemark I Maersk Oil I Halfdan
انځور: Claus Bonnerup/Polfoto/AP/picture alliance

نیمه دولتي ایټالوي شرکت او د ګازو ډیر لوی واردونکی، اېني- Eni تایید کړې ده، چي د ګازو لیږل بیرته شروع سول. شرکت همدارنګه ویلي دي چي هغه محدودیتونه چي د اطریشي مقرراتو پر اساس رامنځته سوي وه، ليري سوي دي. خو د ګازو د لیږلو نور جزییات یې ور نه کړل. اېني شرکت دا هم ندي ویلي، چي د څومره روسي ګازو فرمایش یې ورکړی دی. 
د اوکراین تر جنګ دمخه ایټالیا خپل د ضرورت تقریباً ۴۰ فیصده ګاز له روسیې څخه پوره کاوه.