1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه، امریکا او چین د افغانستان د سولې په تړاو غونډه کوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

د روسیې، امریکا او چین استازي د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د سولې د بهیر په تړاو غونډه کوي. د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/3HLp8
Russland Außenministerium in Moskau
آرشیف انځور: په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍانځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/M. Blinov

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو درو هیوادونو استازي به د پنجشنبې به ورځ په مسکو کې غونډه وکړي. دغه غونډه څو ورځې وروسته له هغې تر سره کیږي چې د افغانستان څخه د یوه پلاوي او طالب استازو تر منځ په قطر کې پلان شوي «بین الافغاني» خبرې د غونډې د ګډونوالو پر سر د اختلاف له کبله لغوه شوه.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې څو وارې یي له طالب استازو سره مذاکرات کړی دي د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

تر دې دمخه زلمي خلیلزا د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي وو: «په دې سفر کې زه د افغانستان د سولې د پروسې له پاره د نړیوال ملاتړ د رامنځ ته کولو او دیالوګ او مذاکراتو لور ته د افغان اړخونو راوستلو له پاره کار کوم.»

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې خلیلزاد تر مخه له طالبانو سره په مستقیو مذاکراتو کې ځینې پرمختګونه لرلي دي، په ځانګړې توګه په دوو برخو کې: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او همداشان د متحده ایالاتو او نورو متحدینو پر وړاندې د ترهګرو له لوري د افغانستان د خاورې نه کاریدل.

د دغې پروسې دوه نور اصلې موضوعات د اوربند رامنځ ته کیدل او بین الافغاني مذاکرات دي چې لا تر اوسه سر ته نه دي رسیدلي. طالبانو لا تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو مذاکراتو ډډه کړې ده.

په کابل کې دوو دیپلوماتانو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دا هیله شته چې د مسکو غونډه پر طالبانو باندې له افغان استازو سره د لیدلو له پاره نړیوال فشار ته قوت وبخښي.

د لویدیځ یوه دیپلومات د نوم د نه ښوولو په شرط له دغه آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «چین او روسیه پر طالبانو یو څه فشار راوړلی شي چې له افغان استازو سره ژر وویني.»

تیره اوونۍ په قطر کې «بین الافغاني» مذاکرات وروسته له هغې لغوه شول چې طالبانو د افغان حکومت پر ۲۵۰ کسیز پلاوي باندې اعتراض وکړ. په دغه پلاوي کې د حکومت استازو، سیاسي څیرو او د مدني ټولنې استازو ګډون درلود.

س.ر / ن.ز (رویټرز)