1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين پوځ: روسيې پولنډ سرحد ته نژدې بمباري کړې

۱۴۰۰ اسفند ۲۲, یکشنبه

د اوکراین په لویف ښار پوځي ادارې د يکشنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو د پولنډ سرحد ته نژدې د دوي پر يو پوځي مرکز باندې بمبارۍ کړي دي. دغه مرکز د یافوروف په نوم ښودل شوی دی. زیلنسکي روسي ځواکونو ته خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/48PTg
Wolodymyr Selenskyj
انځور: Pressebüro des ukrainischen Präsidenten/AP/dpa/picture alliance

د اوکراین په لویف کې سېمیزې پوځې ادارې وويل: «يرغلګرو ځواکونو د امنيت او سوله ساتونکو ځواکونو له پاره پر یوه نړیوال مرکز باندې هوايي حملې کړي دی. د لومړنیو معلوماتو پر اساس دوی اته توغندي وار کړي دی.»

رويټرز خبري آژانس لیکي چې دغه مرکز، د پولنډ له سرحد څخه له ۲۵ کیلومتره څخه هم په کمه مسافه کې پروت دی. دا چې په دغو حملو کې کوم زیان اوښتی دی که نه، چارواکو يې په اړه جزئيات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې وروسته به یې خپاره کړي.

روسي ځواکونو ته د زیلنسکي خبرداری

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي روسي ځواکونو ته خبرداری ورکړی که چیرته د پلازمېنې کیيف د نیولو قصد لري نو له مرګ سره به مخ شي. دا خبرداری داسې وخت شوی چې د یکشنبې ورځې په سهار کییف کې د بمبارۍ آلارم غږولو خلک يو ځل بیا له خوبه راپاڅولي دي.

Ukraine - Kanada Militärübungen
پر اوکراین د روسېې يرغل تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په یو اروپايي هیواد تر ټولو لویه حمله ګڼل کیږيانځور: Ukrainian Defense Ministry Press Office/AP/picture alliance

زیلنسکي د شنبې په ورځ ويلي وو: «که هغوی د بمونو فرشولو تصمیم ونيسي او په سادګۍ سره د سیمې تاريخ محوه... او موږ ټول له منځه یوسي نو وروسته له هغې به دوی کیيف ته داخل شي. که چیرته د هغوی هدف همدا وي، نو پريږدئ چې داخل شي. په هغه صورت کې به دوی یوازې دلته ژوند کوي.»

زيلنسکي تر اوسه په مکرره توګه د کيیف له ښاره پر ټولنیزو رسنيو راڅرګند شوی دی. هغه په خپلو خبرو کې ويلي دي چې د اوکراین ځینې واړه ښارونه د روسي ځواکونو د حملې په دریمه اوونۍ کې نور نه دي پاتې. پر اوکراین د روسيې پوځي یرغل ته تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لویه حمله ويل کيږي چې پر یو اروپايي هیواد کيږي.

پوتین سولې ته امادګي نه لري

اوکراین د شنبې په ورځ روسي ځواکونه د اوو ملکيانو پر وژنه تورن کړل. ویل شوي دغه ملکیان چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، هغه وخت د روسي ځواکونو تر برید لاندې راغلل، چې غوښتل يې له کيیف ښار څخه وتښتي. د اوکراین استخباراتي ادارې ویلي دي چې په دغو اوو وژل شوو ملکیانو کې یو ماشوم هم شامل دی. رویټرز زیاتوي چې دغه آژانس په دې اړه د روسي لور د نظر په اخیستلو بریالی شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسې ويلي دي چې د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتین سولې ته کومه آمادګي نه ده ښودلې.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.