روسيي او متحده ايالاتو د افغانستان په جګړه کي د همکاري پر سر موافقه وکړه
۱۳۸۸ تیر ۱۶, سهشنبهد افغانستان پر سر موافقي معني دا ده چي روسيه اجازه ورکوي چي د هغه له هوايي قلمرو څخه افغانستان ته د متحده ايالاتو د پوځي اکمالاتو چي په هغو کي وسلي او عسکر هم شامل دي، ولیږدول شی
اوباما په کرملين کي له ميدويدايف سره له ليدني کتني څخه وروسته وويل:
« مونږ يوه رغوونکي ليدنه کتنه درلوده. لکه چي جمهور رييس ميدودايف ياده کړه، د روسيي او متحده ايالاتو اړيکي په یو لړ مسايلو باندي د اختلاف له امله اغيزمني شوي وي. مونږ تصميم ونيو جي د متحده ايالاتو او روسي اړيکي بيرته ورغولي شي، تر څو د دواړو اړخونو د ميني وړ په مسایلو کی یو بل سره په اغيزمنه توګه همکاري وکړو.»
ماسکو او واشنګتن دواړه چمتو دي چي د هستوي وسلو د خپريدو مخه ونيسي. د متحده ايالاتو د توغندي دفاعي سيستم او ختيځ خواته د ناتو د لمن دپراخيدو د دواړو مشرانو د نني خبرو اترو محراقي موضوعات جوړوي.
عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيي وردک