1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيه وايي ځواکونو ېې د اوکراين په سويل کې پرمختګ کړی

۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبه

روسيه وايي ځواکونو ېې د اوکراين په جنوبي ښار دونیڅک په اطرافو کې جګړه کې پرمختګ کړی دی. خو د اوکراین پوځ بیا ويلي دي چې په سیمه کې وضعیت نورمال دی.

https://p.dw.com/p/4F8PT
Ukraine-Krieg
انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

د روسېې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکو وويل چې سولدار، آوديئیفکا او بخموت ښارونه ته پراته ګڼ شمیر اوکرايني قطعاتو د درونو تلفاتو اوښتو له کبله خپلې موقعیتونه پریښي دي.

د آلمان خبري آژانس چې له مسکوه ېې دغه خبر ورکړی وايي دوی دغه ادعا په خپلواکه توګه نشي تائيدولی.

خو د اوکراین پوځ بیا په خپلې ورځنۍ خبرتيا کې ويلي دی چې په یادو درو سیمو کې وضعیت نورمال دی.

رپوټ زیاتوي، که چیرته بخموت په څير سېمې د روسي قواوو لاس ته ولويږي دا به روسي ځواکونه ته لاره هواره کړي چې نورو مهمو ښارونو پر لور پرمختګونه وکړي لکه سلویانسک او کراماتورسک. تر جګړې مخکې په دغه سیمه کې له نیم میلیون څخه ډیرو کسانو ژوند کاوه.