1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه له چين او پاکستان سره د افغانستان پر وضعيت غږيږي

۱۴۰۰ مهر ۲۷, سه‌شنبه

روسيه د افغانستان په تړاو له چين او پاکستان سره خبرې اترې کوي. امريکا هم په دې خبرو کې د ګډون له پاره بلل شوې وه خو د واشنګټن له خوا ويل شوي چې په دې غونډه کې به ګدون ونه کړي.

https://p.dw.com/p/41qan
Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
انځور: Russian Foreign Ministry/AFP

د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمير کابلوف د تېرې جمعې په ورځ ويلي ول چې د دې خبرو اترو موخه «په افغانستان کې تغیريدونکي وضعيت ته د ځواب ويلو له پاره يوه ګډ دريځ د غوره کولو» هڅه ده.

په اصل کې په دې خبرو اترو کې چې نن، سه شنبه ترسره کيږي، امريکا متحده ایالاتو هم بايد ګډون کړی وای خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت يوه وياند د دوشنبې په ورځ وويل چې امريکا به په دې خبرو کې ګډون ونه لري. نوموړي د دې علت لوژيستکی دلایل په ګوته کړل.

خو د بهرنيو چارو وزارت له خوا زياته شوې چې دغه هېواد په راتلونکي کې په دې ډول غونډو کې د ګډون له پاره چمتو دی.

د وزارت ویاند پاريس وويل: «موږ به د مسکو په خبرو اترو کې ګډون ونه کړو. ترويکا او ورسره نور مله هېوادونه يو اغیزناک او رغنده فورم دی. موږ په دغه فورم کې د ښکيلتيا اراده لرو خو اوس په روانه اونۍ کې په دغه غونډه کې ګډون نه شو کولی.»

هغه زياته کړه: «دوی په ماضي کې اغيزناک اوسيدلي دي. موږ اوس يوازې د لوژيستکي دلایلو پر اساس په دې غونډه کې ګډون نه شو کولی.» د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دوی له دې پروسې څخه ملاتړ کوي، پاريس وويل :«هو! موږ له دې پروسې ملاتړ کوو.»

Russland Afghanistan l PK der Anführer der Taliban-Bewegung in Moskau
انځور: Tatyana Makeyeva/REUTERS

د چهار شنبې ورځې له پاره د روسیې د استازو او د طالبانو ترمنځ خبرې اترې پلان شوي دي چې څرنګه په افغانستان کې د بشري بحران د رامنځته کيدو مخه نيول کيدلی شي.

په مسکو کې په مارچ مياشت کې هم د روسیې، امريکا، چين او پاکستان په ګډون يو کنفرانس جوړ شوی وو. د دې غونډې په پای کې په جاري کړل شوې ګډه اعلاميه کې هغه مهال د افغانستان په کړکيچ کې پر ښکيلو اړخونو سولې ته د رسېدو او له تاوتريخوالي د لاس اخيستو غږ شوی وو.  

خو اوس په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو په حواله دغه هېواد د يوه بشري بحران له ګواښ سره مخ دی.

دمګړۍ د لوېدیځ هېوادونه او متحده ايالاتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د بشري بحران د رامنځته کيدو مخه ونیوله شي او په رسميت د طالبانو د پيژندلو پرته د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

ب. ص/ ک. ص (AFP)