1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

روسيې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره وکړه. طالبانو هم ويلي دي چي د سولي په بهیر کې د پرمختگ له پاره باید د «افغانستان اشغال پای ته ورسيږي».

https://p.dw.com/p/3JL32
Venezuela Reaktionen auf die US Sanktionen gegen PDVSA Sergei Lawrow
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid

په مسکو کي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۸مه) د افغانستان او روسيې د ديپلوماتيکو اړيکو د سلمي کليزي په وياړ جوړو سوو مراسمو کي د طالبانو استازو او افغان سياستوالو هم گډون کړی وو.

د دې مراسمو په پيل کي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف، وويل چي له افغانستان څخه دي ټول بهرني ځواکونه ووځي. هغه وويل: «شخړي له پوځي لاري نسي حل کيدای.»

Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
د مسکو په غونډه کې گډون کوونکي طالبانانځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

لاروف زیاته کړه چې سولي ته د رسېدو له پاره بايد په هيواد [افغانستان] کي ټولي سياسي قوې گډ کار وکړي.

مسکو له افغانستان سره ځانگړي اړيکي لري، ځکه خپله يې د شوروي اتحاد پرمهال په افغانستان کي لس کاله جگړه پرمخ بېولې ده.

په دې مراسمو کي د طالبانو د استازي مشر ملا عبدالغني برادر، هم گډون لاره او په يوه لنډه وينا کي يې وويل چي طالبان سوله غواړي خو زياته يې کړه چي لومړی بايد د سولي په مخکي خنډونه ليري سي: «د افغانستان اشغال بايد پای ته ورسيږي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي لاوروف د دغو مراسمو په څنډه کي د طالبانو له استازو سره هم لنډي خبري لرلي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخي د چهارشنبې په ورځ به يې استازي د هيواد د راتلونکي په موخه په بين الافغاني خبرو کي گډون وکړي.

(nz/ms (dpa