1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

روبينا جلالي د افغان ملي اتليتيک د فدراسيون مشره شوه

۱۳۹۸ دی ۲۰, جمعه

وتلې افغانه ورزشکاره روبينا جلالي د رايو په اکثريت سره د څلورو کلونو له پاره د افغانستان د اتليتيک فدراسيون مشره وټاکل شوه. جلالي د سپورټ تر څنګ سياستواله هم ده.

https://p.dw.com/p/3W09X
Afghanistan Robina Jalali neue ANAF-Chefin
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ ۹مه) د افغانستان د اتليتيک په ملي فدراسیون کې د رايې اچونې په پايله کې روبينا جلالي ټولې دېرش رايې خپلې کړې او د دغه فدراسيون مشره شوه.
جلالي لومړۍ ښځينه افغانه ورزشکاره ده چې د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو وروسته يې د المپيک په نړيوالو لوبو کې ګډون کړی دی. هغې به د کابل په لوبغالي کې د ځغاستې په يوې کنډوکپرې ليکې باندې دغو نړيوالو لوبو ته تياری نيوه. داسې ويل کيږي چې مېرمن جلالي له ۲۰۰۴م کال راهيسې د المپيک لوبو ته چمتوالی نيولی وو.
نوموړې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸م کلونو کې يعنې دوه وارې د المپيک په لوبو کې د افغانستان استازيتوب کړی دی. روبينا جلالي د خپلو سپورټي فعاليتونو تر څنګ د افغانستان په پارلمان کې د کابل د خلکو استازې هم ده.

Atn/wikipedia/ns/nz