1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روان کال ډير ژورنالیستان زندان ته اچول شوي»

۱۴۰۰ آذر ۱۸, پنجشنبه

په ۲۰۲۱م کال کې په ټوله نړۍ کې د هغو ژورنالیستان شمیر لوړ شوی دی چې د زندان میلو شاته اچول شوي دي. د ژورنالیستانو د محافظت غیر انتفاعي کميټه وايي چې په دې کال کې لږ تر لږه ۲۴ ژورناليستان د خپل کار په ترڅ کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/441ky
Katar | Friedensgespräche in Doha
د ژورنالیستانو د محافظت کميټې تازه رپوټ وايي په ۲۰۲۱م کال کې ۲۹۷ ژورنالیستان بندیان شوي دي - د آرشیف انځور، کابلانځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

د ژورنالیستانو د محافظت کميټې (CJP) په خپل یوه تازه رپوټ کې ويلي دي چې د ۲۰۲۱م کال د دسمبر تر لومړۍ نيټې پورې په نړۍ کې ۲۹۳ ژورنالیستان زندان ته اچول شوی او لږ تر لږه ۲۴ ژورنالیستان د خپل کاري پوښښ په خاطر وژل شوي دي.

دغه راز ۱۸ نور ژورنالیستان بیا په داسې شرایطو که وژل شوي چې د مرګونو د علت موندل يې ستونزمن کار دی. په رپوټ کې ويل شوي دي چې روښانه نه ده چې دغه خبریالان د خپل کار پر مهال په نښه شوي يا په نورو حالاتو کې. د ژورنالیستانو د محافظت کميټې دغه معلومات د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر ۹مه) د بیان آزادۍ او رسنیو باندې د حملو په هکله، په خپلې کلنۍ سروې کې وړاندې کړي دي.

په وژل شوو خبریالانو کې د دانش صدیقي نوم ذکر شوی. د رويټرز خبري آژانس دغه عکاس په جولای میاشت کې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو. همدارنګه د ژورنالیست ګوستافو سانچیس کبریرا یادونه شوې چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې په مکسیکو کې په ډزو ووژل شو.

دغه کميټه چې مرکز ېې د امریکا متحده ایالاتو کې دی وايي چې د خبریالانو د بندي کيدو لاملونه په هر هېواد کې توپیر لري، خو زیاتوي چې د ريکارډ لوړيدل، د نړۍ په سطح د سیاسي ناکرارۍ او همدارنګه د خپلواکو رپوټونو پر وړاندې د نه زغم ښکارندويي کوي.

Infografik Weltweit inhaftierte Journaisten EN

د (CJP) اجرائيه مشر، جویل سیمون په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «دا شپږم پر له پسې کال دی چې د ژورنالیستانو د محافظت کميټه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د ژورناليستانو د زنداني کيدو ریکارډ لوړې پېښې ثبتوي.»

«د طالبانو په حکومت کې د ژورناليستانو ستونزې ډېرې شوي دي»

زیاته شوې چې د «ارقامو لوړيدل دوه داسې ستونزې منعکسوي، چې سترګې پرې نه شي پټول کيدای: لومړی دا چې حکومتونه غواړي حالات کنټرول او معلومات اداره کړي او بله دوی د دغه مقصد له پاره وار په وار له سختو لارو چارو کار اخلي.»

چين تر ټولو ډير، ۵۰ ژورنالیستان بندیان کړي دي چې تر هغه وروسته میانمار دی چې ۲۶ خبریالان يې نيولي دي. میانمار کې دغه افراد د فيبرورۍ په لومړۍ نيټه په میانمار کې د پوځي کودتا په ادامې نیول شوي دي. سي جي پي وايي چې په مصر کې ۲۵، په ویتنام کې ۲۳ او سپينه روسیه کې بیا ۱۹ خبریالان بندیان شوي دي.

د ژورنالیستانو د محافظت کميټې په لیست کې د لومړي ځل له پاره د هانګ کانګ د ژورنالیستانو نومونه هم شامل شوي دي چې رپوټ دا د ۲۰۲۰ کال د چين د ملي امنيت قانون محصول ښودلی دی.

د سي جي پي په حواله، مکسیکو په شمالي امریکا کې لا هم د خبریالانو له پاره د تر ټولو وژونکي هیواد په توګه پاتې دی. په دغه هیواد کې خبریالان په دې دلیل په نښه کيږي چې رپوټونه يې د جنايي کړیو او فاسدو چارواکو خلاف وي. 

تر دې وړاندې په ۲۰۱۹م کال کې د بې سرحده خبریالانو سازمان ويلي وو چې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هیواد دی.

رويترز/م.ک.ص./ب.ص.