1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د مهاجرو د موبايلونو ارزونه ډېره ګټه نه لري

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

له ۲۰۱۷م کال راهيسې په آلمان کې د پناه غوښتني په قضيو کې د مهاجرو ګرځنده تليفونونه ارزول کيږي. د يوې څېړنې له مخې هغه البته ډېره ګټه نه لري.

https://p.dw.com/p/3VOQ8
Deutschland Handys von Flüchtlingen im Visier
انځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economou

د آزادۍ د حقونو په نوم ټولنې د يوې تازه څېړنې له مخې د ۲۰۱۷م کال له سپتمبر مياشتې راهيسې د مهاجرت او کډوالۍ د چارو فدرالي ادارې د پناه غوښتونکو تقريباً شل زره تليفونونه اروزلي دي چې پر دغه بهير يې څه باندې۱۱ ميليونه يورو پانګونه هم کړې ده. 
د آلمان د مهاجرت او کډوالو د چارو ادارې د تېر کال په پای کې د پناه غوښتنې په بهير کې د ژبې د پېژندنې او د موبايلونو د لوستلو او ارزونې له بهير څخه مثبت جاج اخيستی وو.
دغې ادارې همداراز د کډوالو د ۲۷ زرو تليفونونو له ارزيابۍ څخه يادونه کړې وه.
خو د آزادۍ د حقونو ټولنې ويلي دي چې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ او د ۲۰۱۹م کال د جون مياشتو تر منځ په هر څلورم مورد کې د تخنيکي ستونزو له کبله د ارقامو ټولونه ناکامه شوې وه. سربېره پر دې نيمې برخې دغسې کارونو او د کمپيوټري حافظو لوستنې د کار وړ پايلې هم نه دي لرلې.
يوازې په يو يا دوو سلنو مواردو کې چې د استعمال وړ معلومات په لاس ورغلي دي، له هغو څرګندونو سره تضاد هم پيدا شوی چې پناه غوښتونکو يې د خپل کيس يا قضيې پر مهال د پوښتنو ګروېږنو پر وخت کړي دي.

حقوقي دعوو ته آمادګي

د دغې څېړنې له مخې د دغسې کمپيوټري حافظو ارزونه ډېره ګرانه او غير شفافه هم ده چې د استفادې وړ پايلې هم نه لري، خو په ورته وخت کې د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.
يادې ټولنې ويلي دي چې له اغېزمنو شوو کسانو سره يو ځای به اوس حقوقي تدابيرو ته چمتووالی ونيسي.
د آلمان د مهاجرت او کډوالو د چارو ادارې د پخوانيو معلوماتو په حواله او د معلوماتي تکنالوژۍ په مټ د مرستندويو سيستمونو په ذريعه د ۲۰۱۸م کال تر پايه پورې په ۱۹ زرو مواردو کې د عربي ژبو کسانو لهجې د هغوی د هويت او اصل د تشخيصولو په غرض ارزول شوې وې.

Deutschland Digitale Forensik bei LKA Kiel
د آلمان د جنايي چارو د پلټنې په اداره کې د موبايل د ارزونې بهيرانځور: picture alliance/dpa/A. Warmuth

EPD/NS/NZ