1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د داعش له آلماني جنگيالو څخه پاسپورتونه اخيستل کيږي

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

د آلمان حکومت له ډېر ځنډ وورسته بالآخره دې توافق ته رسیدلی چې د داعش له آلماني جنگيالو څخه د ځانگړو شرائطو له مخې پاسپورتونه واخیستل شي. خو دا مقررات د هغو جنگيالو په هکله صدق نه کوي چې لا دمخه په زندان کې دي.

https://p.dw.com/p/3EP6B
Deutscher Reisepass
انځور: Getty Images/M. Cardy

د آلمان حکومت دا پلان په نظر کې لري چې د تندلارې ډلې داعش هغه جنگيالي به چې يو بل تابيعت ولري، قانوني سن ته رسيدلي وي او په راتلونکي کې په نښتو کې برخه واخلي، بې تابيعته کړل شي. د «زود دويچه څاېتونگ» ورځپاڼې، «اين ډي آر» او «وي ډي آر» رسنیزو شبکو د حکومتي کړيو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر او د عدلېې وزيرې کاتارينا بارلی پر دې خبره توافق کړی دی. دا مقررات به د دې افراطي ډلې پر هغو جنگيالو صدق ونه کړي چې لا دمخه په زندان کې دي.

د آلمان د تابعيت د قوانينو پر اساس همدا اوس هم د يوه داسې کس تابيعت لغوه کيدلی شي چې په خپله خوښه او د دفاع وزارت د موافقې پرته د يوه بل هېواد له ځواکونو سره يوځای شوی وي. خو په رپوټ کې زياته شوې چې دا قانون به اوس بشپړ شي.

د ۲۰۱۴م کال راهېسې د يوه نوي قانون پر سر سياسي بحثونه روان دي – د ۲۰۱۸م په پسرلي کې د آلمان د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوندونو په ائتلافي تړون کې پر اړونده مقرراتو توافق کړی وو. خو تر اوسه دغه مقررات د يوه قانون په توگه اجراء شوي نه ول.

Free Flow of Information –  gefährlich oder in Gefahr | Katarina Barley
د آلمان د عدلیې وزیره کاتارينا بارلیانځور: DW/T. Kleinod

خو د آلمان د عدلیې وزارت ځینې شکونه څرگند کړي دي: په هغه مسوده کې چې د «ذود دويچه څاېتونگ» ورځپاڼې، «اين ډي آر» او «وي ډي آر» رسنیزو شبکو ته رسېدلې ده، راغلي دي چې هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي او مېندو او پلرونو یې په غېر قانوني توگه د مثال په توگه په دوکه او تیر ایستنه آلماني تابعيت ترلاسه کړی دی، هم بايد خپل تابيعت له لاسه ورکړي. تر اوسه په دې مورد کې د پريکړو په برخه کې يو څه قانوني اختيارات موجود ول. خو د آلمان د عدلیې وزيره بارلی ډاډه ده چې له زېهوفر سره به په دې اړه هم يوه توافق ته ورسيږي.

نوي مقررات يوازې د نویو قضيو په هکله صدق کوي

خو دا نوی قانون به عملاً د هغو آلماني جنگيالو پر قضيو چې دمگړۍ په سوريه او يا عراق کې دي، ډیر کم د اجرا وړ وي. ځکه د قانون پوهانو د اټکلونو پر اساس  دا قانون له اجرا کيدو پر را وروسته قضيو د اجرا وړ دی. په دې توگه به دا قانون يوازې پر هغو جهادستانو صدق وکړي چې په راتلونکي کې په يوه بهرنۍ ترهگریزه ډله کې شامل شي.

تقریباً ۷۰ آلماني تندلارې چې په تیرو کلونو کې له ترهگرې ډلې داعش سره يوځای شوي ول، اوسمهال د سوريي په شمال، عراق، ترکیې او يونان کې په زندانونو کې دي. په دې کې يو شمير ښځې او سړي داسې هم دي چې د آلمان د تابيعت ترڅنگ يو بل تابيعت هم لري. له دوی څخه به هم په راتلونکي کې آلماني پاسپورتونه نه اخيستل کيږي.

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر اروپایانو غږ کړی وو چې د افراطي ډلې داعش تر ۸۰۰ زيات نيول شوي جنگيالي دي بيرته واخلي او په خپلو هېوادونو کې دې محاکمه کړي.