1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د آلماني سیاستوالو خصوصي اسناد پر انترنت خپاره شوي

۱۳۹۷ دی ۱۴, جمعه

په برلین کې یوې راډیو ویلي دي چې د آلمان د ځينو سیاستوالو خصوصي جزئیات او د گوند خپلمنځني اسناد يې په تویتر کې خپاره شوي دي. بې «د آلمان له پاره بدیل ګونده» نور ټول ګوندونه له دې کبله اغیزمن شوي دي.

https://p.dw.com/p/3B20E
Deutschland Viergespann auf dem Brandenburger Tor und Kuppel des Reichstags
انځور: picture-alliance/blickwinkel/M. Haddenhorst

د RBB Inforadio په نوم برلین میشته راډیو د جمعې په ورځ سهار خبر ورکړی دی چې سیاسي داخلي اسناد او د په سونو آلماني سیاستوالو خصوصي خزئیات په انترنت کې خپاره شوي دي.

دغه انترنتي هک د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې ټول حاضر ګوندونه له یوې استثنا سره په نخښه کړي دي. یوازې د آلمان له پاره بدیل یا AfD ګوند سیاستوال نه دي په نخښه شوي. د ایالتونو په سطحه سیاستوالو اسناد هم انترنت ته راوتي دي.

د اسنادو د خپریدو په اړه د لومړي ځل له پاره د پنجشنبې په ماښام معلومات ترلاسه شوي دي. خو اسناد لا د تیرکال په دسمبر میاشت کې پر تویتر باندې خپاره شوي ول. د تویتر هغه حساب چې اسناد یې خپاره کړي دي د آلمان په هامبورګ ښار کې جوړ شوی او په کې لیکول شوي چې امنیتي څیړنې، هنر او ملنډې کوي.

ډیر خپاره شوي معلومات د سیاستوالو ادرسونه او د اړیکې شمیرې دي. خو پر دې سربیره د ځینو سیاستوالو بانکي او مالي جزئیات، تذکرې او پر انترنت لنډ خصوصي پیغامونه هم تویتر ته راوتي دي.

د خپرو شویو داخلي حزبي اسنادو په ډله کې داسې اسناد نه شته چې چارواکي یې ډیر حساس وبولي. په هغوی کې دندو ته عریضې، د حزبونو یاداښتونه او د ګوندونو د غړو نومونه شامل دي. ځینې اسناد تر یوه کال ډیر زاړه دي.

لا تر اوسه پورې په دې پیښه کې پر چا شک موجود نه دی. دا هم روښانه نه ده چې د دغو اسناد د خپرولو تر شا څه دليل موجود دی.