1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: امريکايي پوځ د داعش مشر البغدادي باندې حمله کړې

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

داسې ښکاري چې د متحده آيالاتو پوځ د »اسلامي دولت« ترهګرې ډلې پر مشر، ابو بکر البغدادي بريد کړی دی. سپينۍ ماڼۍ ويلي چې ولسمشر ترمپ به نن په دې هکله معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/3S0oS
IS-Chef Abu Bakr al-Bagdadi erstmals wieder in Video
انځور: picture-alliance/dpa/Al-Furkan

د سپينې ماڼۍ مرستيال وياند، هودان ګيدلې ويلي چې نن به د واشنګټن په وخت نهه بجې چې د افغانستان د ماښام له وخت سره سمون لري، ولسمشر دونالد ترمپ له رسنيو سره په دې اړه معلومات شريک کړي. خو نوموړي نور جزئيات نه دي ورکړي. ترمپ په تويتر کې ليکلي دي: »همدا اوس ډېر مهم څه پېښ شوي دي!« خو نور معلومات يې ورنه کړل.
د رويترز خبري اژانس او د سي ان ان په څېر امريکايي رسنيو د مقاماتو په حواله خبر ورکوي چې امريکايي پوځ د »اسلامي دولت« يا داعش تروريستي ډلې مشر، ابو بکر البغدادي په نخښه کړی دی. د هغوی په خبره هغه »لوړپوړی کس« چې وژل شوی دی »په ډېر احتمال سره« البغدادي دی. خو دغه خبره تر اوسه لا په رسمي ډول تائيد شوې نه ده.

هغه د ځانمرګي واسکټ په واسطه مړ شوی؟

د »نيوز ويک« په نوم امريکايي مجله د لا زياتو جزئياتو د تر لاسه کولو ادعا کوي چې له مخې يې د سوريې په شمال ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو يو پټ پوځي ماموريت تر سره شو. دغه سيمه د داعش د ترهګرو يو وروستی اصلي سنګر دی. داسې ويل کيږي چې د ډزو تر تبادلې وروسته البغدادي ځان ته د يوه ځانمرګي واسکټ په ذريعه چاودنه ورکړې ده. د »نيوز ويک« په حواله د هغه د کورنۍ غړي هم حاضر ول. ماشومانو ته يې له دې مخې ضرر نه دی رسېدلی، خو د البغدادي دوه ښځې وژل شوې دي چې کېدای شي لامل يې د ځانمرګي واسکټ چاودنه وه. 
د سپتمبر مياشتې په پای کې د داعش مشر يو صوتي پيغام خپور کړی وو. د آلمان امنيتي ادارې اټکل کوي چې دغه پيغام به ښايي د اګست او سپتمبر مياشتو تر منځ ثبت شوی وي ځکه چې البغدادي پکې ځينو خاصو پوځي حالاتو ته اشاره کړې وه.

البغدادي څو ځله مړ اعلان شوی وو

»اسلامي دولت« يا داعش ډلې د خپل مشر دغه دېرش دقيقه يي صوتي پيغام په انترنېټ کې خپور کړی وو. د جهاديانو مشر پکې په خپلو پلويانو باندې غږ کړی وو چې د داعش غړي دې له زندانونو او کمپونو څخه آزاد کړل شي. البغدادي همداراز پر پلټونکو او قاضيانو باندې د بريدونو د تر سره کولو غږ کړی دی کوم چې د داعش پر ضد فعاليت کوي. البغدادي څو ځله تر مخه هم مړ اعلان شوی وو. د امريکا متحده آيالاتو د هغه د موندلو يا وژلو په بدل کې د ۲۵ ميليونو امريکايي ډالرو انعام ټاکلی دی.


kle/rb (dpa, afp, rtre, Newsweek)/ن ص/م ق ن