1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

رحمت شاه: په ټيسټ لوبه کې لومړی افغان سلیزه وهوونکی

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ لوبډلو تر منځ په ټیسټ لوبه کې رحمت شاه، لومړنی افغان لوبغاړی شو چې سلیزه یې ووهله. افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځیدو په لومړۍ ورځ ۲۷۱ منډې وکړې.

https://p.dw.com/p/3P5od
ICC Cricket World Cup 2019 England - Afghanistan Rahmat Shah
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

افغانستان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر پنځمه) له بنګله دیش څخه ټاس وګټه او په خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله. که څه هم د ۷۷ په مجموعي منډو د افغانستان لومړني د سر درې لوبغاړي سوځیدلي وو خو تر لومړۍ دمې وروسته د رحمت شاه او اصغر افغان تر منځ د ۱۲۰ منډو ملګرتیا، لوبډله له سخت حالته راوایسته. د لوبې په لومړۍ ورځ افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۱ منډې وکړې.

د افغانستان د کریکټ په تاریخ کې رحمت شاه لومړنی لوبغاړی شو چې په ټیسټ لوبه کې یې سلیزه ووهله. دی په ۱۰۲ منډو د نعیم حسن په توپ وسوځید. په ننۍ لوبه کې اصغر افغان هم وځلید او په ۸۸ ناسوځیدلو منډو ولاړ دی. له ده سره افسر ځاځي ملتیا کوي چې ۳۵ منډې یې جوړې کړي دي. د جمعې په ورځ به دواړه لوبغاړي خپلې توپ وهنې ته ادامه ورکړي.

د افغانستان کریکټ لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د ټیسټ لوبو دریځ تر لاسه کړ. افغانستان خپله لومړۍ ټیسټ لوبه له هندوستان سره وکړه چې په لوی توپیر یې وبایلله، خو افغانستان بیا خپله دوهمه لوبه له آیرلنډ څخه په اوو ویکټو وګټله. آیرلنډ هم له افغانستان سره یو ځای د ټیسټ لوبو دریځ تر لاسه کړی وو.

خو د بنګله دیش لوبډله د ټیسټ لوبو په ډګر کې د افغانستان په پرتله ډیره تجربه لري. د بنګله دیش لوبډلې تر اوسه ۱۱۴ ټیسټ لوبې کړي دي.

راشد افغان ۱۵ کلن ریکارډ مات کړ

د افغانستان د کریکټ لوبډلې کپتان راشد خان د ټیسټ لوبو تر ټولو ځوان کپتان شو. راشد خان ۲۰ کاله او ۳۵۰ ورځې عمر درلود چې په ټیسټ لوبه کې یې د افغانستان لوبډلمشري وکړه او له دې سره یې د زمبابوې د تتندا تایبو ۱۵ کلن ریکارډ مات کړ. تایبو په ۲۰۰۴ کې د سریلانکا پر وړاندې د خپلې لوبډلې کپتاني کوله چې له راشد خان څخه یې یوازې اته ورځې عمر زیات وو.