1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپورونه: طالبانو اعتراض کوونکې پروانه ابراهیم خېل خوشې کړې

۱۴۰۰ بهمن ۲۳, شنبه

د اعتراض کوونکې پراونې ابراهیم خېل خپلوان او کورنۍ وایي چې طالبانو نوموړې له څو اونیو بند وروسته را خوشې کړې ده .

https://p.dw.com/p/46v0m
Afghanistan Kabul | Frauendemonstration
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د کورنۍ دوو نیږدې کسانو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د جمعې ورځ (د فبرورۍ ۱۱ مه) فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې «موږ تائیدو چې پروانه نن خوشې شوې ده».

د ښځو د حقونو فعالې هدا خاموش هم فرانسې خبري آژانس سره دا منلې چې پروانه ابراهیم خېل خوشې شوې ده .نوموړې ویلي «ما د پروانې د کورنۍ یو نیږدې کس سره خبرې کړي هغه اوس ښه ده.»

وروسته له هغې چې پروانه ابراهیم خېل له یو شمیر نورو ښځو سره یو ځای د ښځو د حقونو غوښتلو په  یوه لاریون کې ګډون وکړ له هغې ورځې وروسته د تمنا زریاب پریاني په نوم له یوې بلې فعالې سره لادرکه شوې وه.

خو وروسته بیا د لادرکه شویو ښځو شمیر څلورو ته ورسید. تر دې دمه د دریو نورو نیول شویو ښځو په اړه معلومات نشته.

طالبانو څو څو ځله د د دوئ له خوا د دغو ښځو د نیولو خبره رد کړې ده.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دویچې ویلې پخلاینې خپرونې سره په مرکه کې وویل دا کار د دوئ له خوا نه دی شوی او د طالبانو له خوا څیړنې او هڅې په دې اړه روانې دي.

نوموړي وویل چې «زموږ حکومت په رسمي ډول په دې مسئله کې ښکېل نه دی. امکان لري دوئ په فردي ډول وړل شوي وي ځکه په لاریونو کې یې باید د افغانستان مقدساتو او اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه وشي.»

د دغو ښځو نیولو له څو ورځو را پدیخوا په کور دننه او همداراز نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې له طالبانو وغوښتل چې د ښځينه فعالانو په هکله معلومات ورکړي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې همدا تېره دوشنبه د طالبانو له یوه جګپوړي چارواکي سره وکتل تر څو د «لادرکه شوو» ښځينه فعالانو د وضعیت په اړه نړیوالې اندېښنې ورسره شریکي کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) پر ټويټر ليکلي دي چې د دغې کتنې پر مهال د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال عبدالکبیر ژمنه کړې چې دوی به په دې اړه د ځواب موندلو هڅه کوي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، توماس نیکلاسون، پر ټويټر ليکلي دي: «د ملکيانو په خپل سري نيول کیدل او لادرکه کيدل...د بشر حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د هغوی د اعلان شوو ژمنو خلاف عمل دی.»

طالبان چې د تیرکال په اګست کې قدرت ته ورسیدل په شدت د نړیوالې ټولنې له خوا د مشروعیت ترلاسه کولو په هڅه کې دي، خو تر اوسه هيڅ بهرني هیواد دوی په رسميت نه دي پيژندلي.

طالبان همدارنګه کوښښ کوي چې په لويديځو بانکونو کې د افغانستان د میلياردونو ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمنۍ آزادې شي. دغه شتمنۍ د طالبانو په واکمنیدو سره کنګل شوي دي.