1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپورونه: ترمپ غواړي چې د ګرین لنډ په نامه ټاپو رانيسي

۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعه

د والستریت ژورنال په نامه یوې امریکايي ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ولسمشر ترمپ له خپلو همکارانو د ګرین لنډ په نامه د نړۍ د تر ټولو ستر ټاپو د اخیستلو غوښتنه کړې ده. د ګرین لنډ په نامه دغه ټاپو اوسمهال د ډنمارک ملکیت دی.

https://p.dw.com/p/3O0B0
Satellitenbild von Grönland
انځور: Imago Images/UIG

د والستریت ژورنال په نامه یوې امریکايي ورځپاڼې په سپینه ماڼۍ کې د ناپیژاندو سلاکارانو په حواله رپوټ ورکړی چې ولسمشر ترمپ له خپلو همکارانو د ګرین لنډ په نامه د نړۍ تر ټولو ستر ټاپو د رانیولو د امکاناتو د ارزونې غوښتنه کړې ده. ټاکل شوې چې ولسمشر ترمپ راتلونکې ا,ونۍ دڼمارک ته سفر وکړي، چې اوسمهال د دغه ټاپو څښتن هیواد دی.

والستریت ژورنال د پنجشنبې په ورځ د نامعلومو سرچینو په حواله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ولسمشر ترمپ له خپلو همکارانو څو ځله د یاد ټاپو د رانیولو د امکاناتو ارزونې غوښتنه کړې ده.

د دغه ټاپو درې برخې د یخ په کنگلونو پوښلي دي. تر اوسه پورې داسې نخښې نه لیدل کیږي چې د یاد ټاپو اخیستل دي د ډنمارک د سفر پرمهال د ولسمشر ترمپ په اجندا کې شامل وي.

Infografik Karte USA-Grönland-Dänemank EN

د انرژۍ او طبیعي زیرمو تجسس

والستریت ژورنال په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې ترمپ د یاد ټاپو د رانیولو د نظریې په برخه کې د جدیت په مختلفو کچو کې خبرې کړي دي. یادې سرچینې همدا راز ویلي دي چې ولسمشر ترمپ د ډنمارک اړوند په دغه ټاپو کې د طبیعي زیرمو او جیوپولیتیکي ارزښت له کبله علاقه څرګنده کړې ده.

یادې امریکايي سرچینې ویلي دي چې ولسمشر ترمپ غواړي چې په شمالي قطب کې د امریکا پوځي حضور پیاوړی کړي. اوسمهال د توله په نامه هوايي پوځي اډه، د ځمکې په شمالي برخه کې د امریکا تر ټولو لیري پوځي مرکز دی.

په عین وخت کې اسوشیتید پریس خبري آژانس هم تر دغه خبر وروسته د ترمپ د نیږدې نامعلومو همکارانو په حواله ليکلي د ي چې یادې سرچینې دغه موضوع تائيد کړې خو وایې چې ترمپ په دې هکله ډیر جدي نه دی.

Grönland Klimaforschung am Helheim Gletscher
انځور: Reuters/L. Jackson

په دې ترتیب سره، دا لومړی ځل نه دی چې یو امریکايي مشر د یوه ټاپو د رانیولو هڅه کوي. تر دې وړاندې په ۱۹۴۶م کال کې امریکا او ډنمارک د ګرین لنډ په نامه د ټاپو په بدل کې په آلاسکا کې ډنمارک ته د ځمکې ورکولو وړانیز کړی وو. تر دې وړاندې یې د یاد ټاپو د رانیولو له پاره ډنمارک ته د ۱۰۰ میلیونه ډالرو بیې وړاندیز هم کړی  وو.

د ګرین لنډ په نامه دغه ټاپو چې نیمه خپلواک دی، د اطلس سمندر او د شمالي قطب په منځ کې موقعیت لري. که څه هم دغه ټاپو خپل جلا حکومت لري، خو بیا هم په بهرنیو، پوځي او د مالي چارو په برخه کې یې مسئولیت ډنمارک لري. دغه ټاپو ۲ میلیون کیلومتر مربع مساحت لري او شاوخوا ۵۷۰۰۰ انسانان پکې میشت دي.

د ساینسپوهانو په حواله د ګرین لنډ په نامه دغه ټاپو اوسمهال له اقلیمي بدلون څخه کړیږي او د ټاپو شاوخوا ۳ کیلومتره ډبل یخ د ویلي کیدو په حال کې دی او په راتلونکي کې به د نړۍ زياتره ساحلي سيمو ته یو ګواښ هم وي. په ورته وخت کې د روان کال په جولای میاشت کې چې تر ټولو ګرمه میاشت وه، د یاد ټاپو شاوخوا ۱۲ میلیارده ټنه یخ سمندر ته لویدلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: