راپور: د امريکا پيسې د طالبانو لاسونو ته لويږي
۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبهدغه پيسي چي شاوخوا ۲،۱۶ مليارده کيږي د ترانسپورټ په برخه کي د لاسليک سوي قراردار په برخه کي دي.
دغه ورځپاڼي د يو کال په اوږدو کي د څيړنو په حواله ليکلي چي د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو له لوري د دغه مشکل د حل کولو له پاره هڅي ډيري ګړندۍ نه دي، او په دغه قضيه کي ښکيل د ترانسپورت شرکتونو ته اوس هم د امريکا د متحده ايالاتو له خوا معاشونه ورکول کيږي.
د غه راپور زياتوي چي پينټاګون د مارچ په مياشت کي دغه قرارداد د نورو شپږو مياشتو له پاره وغځاوه.
دغه ورځپاڼه کاږي چي ددغه ۸ شرکتونو د جملې څخه ۴ شرکتونه په اړه څيړونو« د معتبرو مستندو اسنادو او شواهدو له مخي يا په جرم کي د ښکيلتيا او يا هم د دښمن څخه ملاتړ» په ګوته کړی.
د دغه ورځپاڼي د رپورټ په حواله ۷،۴ مليونه ډالر د دغه اتو شرکتونو څخه يو شرکت ته ورکړل سوي، چي بيا دغه شرکت د نورو فرعي شرکتونو له لاري ترانسپورتي وسايل په کرايه نيولي.
د ترانسپورتي وسايلو فرعي شرکت له خوا د افغان پوليسو د يو قوماندان بانکي حساب ته پيسي انتقال سوي تر څو د لاريو قطار ته هميشه د خوندي لاري ضمانت ورکړي.
د ياده ولو وړه ده چي نوموړي قوماندان ته د نورو فرعي شرکتونو څخه هم په پوره اندازه پيسي ورکول کيږي.
استخباراتي چارواکو بيا د دغه قوماندان د بانکي حساب څخه د ۳،۳ مليونو ډالرو د را ايستلو پيښه تعقيب کړي چي په ۲۷ مختلفو معاملو کي دغه پيسي د بانکي حساب څخه راوتلي دي.
دغه پيسې بيا وسله والو مخالفيونو ته د وسلو، چاوديدونکو توکو او د نغدو پيسو په شکل رسيدلي.
ورځپاڼي د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د يو استازي جان تيرني په حواله ليکلي، چي دا زموږ د درک او باور څخه ليري خبره ده.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل