دکابل دځان وژونکی بريد په اړه د خلکو عکس العملونه
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۸, سهشنبهچي په نتيجه کي يې 59 تنه ملکي کسان ټپيان او ووژل سول . 17 موټران چي پنځه يي د ناټو په ځواکونو پوري اړه درلوده، زيانمن سوي دي .
چاودنه دومره زوروره وه چي د پيښي له سيمي څخه په څوسوه متره ليري واټن کي يې د ودانيو ښيښې ماتي کړې . د دغي پيښي په تر سره کيدو سره د کابل ښاريان ويرجن سول او د پيښي عاملين يې د يو ناوړه او ناروا عمل په ترسره کولو تورن کړل .
د کابل ښار يو تن اوسيدونکی مولوي عبدالغياث ډويچه ويلي راډيوته وويل چي : په اسلام کي ځان وژنه حرامه بلل سوې او ځان وژونکي بريدونه د اسلامی شريعيت مخالف کار دی .
د کابل ښار يو بل تن اوسيدونکی دا يو نامشروع عمل بولي او وايي چي افغانان ډير کړيدلي او ښووني روزني ته ډيره اړتيا لري نه ځان وژونکو بريدون ته .
د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځی يو تن محصل وايي چي د کابل په ښار کي د ځان وژونکي بريدونو يوعلت د امريکايي ځواکونو موجوديت دی . دی ځان وژونکي بريدونه د امريکائيانو پر ضد د وسله والو مخالفينو يو ضرورت بولي ،خو د عامو خلگو وژنه غندي او دا يو ناوړه عمل ګڼي .
د يادوني وړ ده چي د چارواکو په وينا په دې پيښه کي د ناټو د ځواکونو شپږ تنه وژل سويدي . دغه بريد په داسي حال کي ترسره سو چي د څو مياشتو راهيسي د کابل په ولايت کي کلک امنيتي تدبيرونه نيول سويدي .
انور بری پال
کتونکي : محمد قاسم نوري