1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه مکسیکويي خبریالې ته ورکړه

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه د رسنیو په نړیواله غونډه کې د مکسیکو یوې تبعید شوي ژورنالیستې ته ورکړل شوه. هغې د جایزې ترلاسه کولو پرمهال د تنظیم شویو جرمونو په اړه خبرداری وکړ او د حقیقت د وړاندې کیدو غوښتنه یې وکړه.

https://p.dw.com/p/3JHbD
Freedom of Speech Award 2019 | 2019 Winner: Anabel Hernández (Journalist, Mexico)
انځور: DW/P. Böll

انابیل هرنندیز، چې اوس له خپل هیواد څخه بهر ژوند کوي، له شلو کلونو راهیسې يې په خپل هیواد کې د فساد، مخدره موادو د تجارت، جنسي ناوړه استفادې او بې عدالتۍ په اړه رپوټونو ورکړي دي. دویچه ویله د هرنندیز، دغه کارونه د رسنیو په نړیواله غونډه کې هغې ته د بیان د آزادۍ جایزې ورکولو له لارې وستایل.

نوموړې وایي چې د مکسیکو حکومت هغې ته په ۲۰۱۶ کال کې زغره ورکړه. دا لږ مخکې تر هغه چې هغې په دې هیواد کې په ۲۰۱۴ کال کې د ۴۳ زده کوونکو د وژل کیدو په اړه یو کتاب لیکلی وو او غوښتل یې چې چاپ یې کړي.

هغه وایي: «دا زما د ګواښلو یوه طریقه وه: [حکومت غوښتل ما ته ووایي چې] ته په څیړنو کې تر حده ډیره مخکې تللې یې. خو آن له دې زغرې سره هم ما د هغه او ګواښونو په اړه له فکر کوولو ډډه وکړه. زما له پاره تل یو بل څه تر دې ډیر مهم وو: حقیقت او عدالت.»

«ولي هغوی موږ وژني؟»

که څه هم هرنندز له مکسیکو ژوندۍ راووته، خو سلو نورو ژورنالیستانو په دې هیواد کې په تیره لسیزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. مکسیکو په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د وژل کیدو تر ټولو لوړه کچه لري.

هرنندز پوښتي: «خو هغوی ولي غواړي موږ ووژني؟ ولې موږ ګواښي؟ ولې مو زندانونو ته اچوي؟ ولې غواړي موږ چپ کړي؟»

هغه پخپله د دې پوښتنو په ځواب پوهیږي: «نن ورځ په ډیرو هیوادونو کې دا عام خلک نه دي چې د خپل برخلیک په اړه پریکړې کوي بلکه هغه ډلې د دوی له پاره پریکړې کوي چې د هرې ورځې په تیریدو سره لا ډیر سیاسي، اقتصادي، تکنالوژي او اجتماعي قدرت په لاس کې اخلي. هغوی د طبیعي زیرمو کنترول په لاس کې اخلي، زموږ د مغزونو واک د اطلاعاتو د کنترول لارې په خپل لاس کې اخلي، او پر موږ باندې د ژوند، بریا او خوښۍ داسې یو موډل تپي چې په پای کې یوازې هغوی ته لا ډیره ګټه رسوي.»

هرنندز وویل چې خبریالان د دغو خلکو له پاره ګواښ دي نو له دې کبله یې د وژلو هڅه کوي.

«موږ لا هم ولاړ یو»

بریتانیاوي خبریال میشا ګلینې، وویل چې د خبریالانو وژنه پر دیموکراسۍ، د قانون پر حاکمیت او خلکو ته د درناوي کولو پر اصل باندې برید دی. د هغه په خبره دا چې هرنندز اوس هم ژوندۍ ده، دا په خپله یوه معجزه ده.

هغه روښانه کړه چې د هرنندز څیړنو له دې سره مرسته وکړه چې روښانه شي د مکسیکو د حکومت یو شمیر غړو څرنګه د مخدره موادو له سوداګري ګټه ترلاسه کړې ده.

هرنندز د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال خپله وینا په دې جملو پای ته ورسوله: «هغوی غواړي موږ ووژني او خاموشه مو کړي ... خو موږ اوس هم ولاړ یو او خپل غږ تر خلکو رسوو.»