1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

تل نوي جنګي موخي: روسيه څه غواړي؟

الکساندرا يوانوا
۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

پر اوکراين د روسیې د يرغل راهيسې په دې تیرو پنځو میاشتو کې د روسیې د اهدافو په اړه د دغه هيواد د استازو بيانونو په څو ځلي تغير کړی دی. مهمې هغه یې دلته ذکر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ElHI
Russland Putin und Lawrow Botschafter Audienz in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

 

د تاس خبري آژانس په حواله د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاروف د جولای پر ۲۴ نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عرب لیګ د يوې غونډې په ترڅ کې ويلي ول: «روسیه به له اوکرايني وګړو سره مرسته وکړي څو له ولس سره  د يوه مطلق دښمن او تاريخ ضد حکومت په راپرځولو کې مرسته وکړي.»

هغه ويلي ول چې روسیه د «اوکراين د  وګړو پر حال متاسفه» ده چې د «ډېر ښه» څه مستحق دي. خو تر دې کابو درې مياشتې تر مخه هغه بل څه ويلي ول: د مسکو هدف دا دی چې د دونباس د ولس ساتنه وکړي. کريملن په کيف کې د حکومت د بدلولو هدف نه تعقیبوي.

جولای: د «جغرافيايي هدفونو» پراخول

د جولای پر شلمه نېټه لاروف د روسیې د دولتي خبري آژانس ريا نووستي او روسي تلويزيون آر ټي ته ويلي ول چې مسکو لا هم د «له نازیانو څخه د اوکراين د پاکولو او بې وسلې کولو» هدف تعقيبوي څو ترې روسیې ته کوم خطر او پوځي ګواښ متوجې نه شي. هغه زياته کړې وه: «دلته يوازې د خلکو جمهوريتونه دونيڅک او لوهانسک مطرح نه دي، بلکې د خیرسوف، زاپوريږیا او همدا راز يو لړ نورې سيمې هم مهمې دي.»

لاوروف د اوکراين پر وړاندې جګړه کې د «جغرافيايي هدفونه» په اصطلاح د «خلکو د جمهوريتونو» څخه هاخوا پراخول رد نه کړل او زياته یې کړه چې په اوسني حالت کې له اوکراين سره خبرې اترې هیڅ معنا نه لري.

دې خبرو د اوکراين په رسنيو سخت غبرګونونه راوپارول او داسې وانګیرل شول چې روسیه «د اوکراين د جنوب د الحاق کولو له پاره زمينه چمتو» کولی شي.

می: «په کیف کې د رژيم بدلون مو هدف نه دی»

په قاهره کې تر توضيحات پوره درې مياشتې تر مخه لاروف ويلي ول چې روسیه نه غواړي په اوکراين کې مشرتابه چې ولسمشر ولاديمیر زيلنسکی یې په راس کې دی، وپرځوي.

لاوروف د می پر لومړۍ نېټه د ايتالیا له تلویزيوني کانال ميديا سيت سره په خبرو کې ويلي ول: «موږ د هغه [زيلنسکي] د تسليميدو غوښتونکي نه يوو. موږ دا غواړو چې هغه د ټولو ملکيانو د آزادولو او مقاومت د ختمولو امر ورکړی. موږ په اوکراين کې د حکومت د تغیرولو هدف نه تعقيبوو. دا د امريکايانو ځانګړنه ده، هغوی په ټوله نړۍ کې له دې څه سره سروکار لري.»

Ukraine Kiew | Rede Wolodymyr Selenskyj
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکیانځور: Ukrainian Presidential Press Service/REUTERS

وروسته بيا د می پر ۳۱مه نېټه د اسلامي همکاريو سازمان (او آې سي) له مشر حسين ابراهيم طاحه څخه په خبرو کې هغه دا نظر څرګند کړ چې «لوېديځوال همکاران یې» د يوې «څو قطبي نړۍ» د رامنځته کيدو د مخنيوي په موخه د اوکراين له وضعيت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

مارچ او اپريل: د اوکراين بې پرېتوب او د ناټو د پراخيدو مخنيوی

د لوېديځ له خوا روسیې ته د ګواښ ادعا، په تيره بيا د ناټو له خوا، د جګړې له پېل راهيسې د روسي سياستوالو د بيانونو اصلي موضوع وه. هغوی تل دا خبره تکراروله چې اوکراين بايد بې پرې پاته شي. يوازې په دې توګه یې په ناټو کې د شامليدو مخه نيول کیدای شي.

ولاديمیر پوتين هم د مارچ پر پنځمه نېټه د روسیې د هوايي شرکتونو له استازو سره په ليدنه کتنه کې پر دې ټینګار کړی وو. نوموړي هغه وخت زياته کړې وه چې د روسیې او ناټو ترمنځ د يو شخړې په صورت کې به یې ټول پر پايلو «خبر» وي.

تر دې لږ د مخه د مارچ پر لومړۍ نیټه يعني پر اوکراين د روسیې د يرغل لږ وروسته، د دفاع وزير سرګې شویګو د تلویزيون له لارې ویلي ول: «تر ټولو مهمه دا ده چې د روسیې فدرايسيون د لوېديځو هيوادونو له پوځي ګواښ څخه وساتل شي کوم چې هڅه کوي د اوکراين له ولس څخه زموږ په پر ضد جګړه کې ناوړه ګټه پورته کړي.»

د مارچ میاشتې په پای کې چې کله د اوکراين د پلازمېنې د نیولو عملياتو له ناکامۍ سره مخامخ شوي ول، د روسیې لهجې د پام وړ تغير وکړ. د «خالي سلا کولو او له نازيانو څخه د پاکولو» اصطلاحات ورک شول. د دونباس د ملاتړ او د خبرو اترو له لارې د شخړې هوارولو لومړيتوب خپل کړ. په دې ترتيب د مارچ پر ۲۵مه نټيه د روسیې د پوځي مشرتابه مرستيال مشر د توضيحاتو د ورکړې په يوه غونډه کې وويل چې «د روسیې د ځانګړو عملياتو موخه د دونیڅک او لوهانسک د خلکو د جمهوريتونو له وګړو څخه ملاتړ دی چې اته کاله د کيف د رژیم له خوا د ټول وژنې ښکار شوي دي.»

Ukraine, Melitopol | Kornernte im russisch kontrollierten Gebiet
په ماريپول کې روسي عسکرانځور: AP/picture alliance

په اپريل مياشت کې روسیې استازو بيا د ناټو او امريکا سره مخامخ کيدنه د بحث موضوع وګرځوله. د اپريل پر ۱۱مه نېټه سرګې لاوروف د يوه دولتي تلویزيون سره په خبرو کې وويل: «زموږ ځانګړي عمليات په نړيوال ډګر کې د امریکا او د هغه تابع لوېديځو هيوادونو د خپلې لمنې د پراخولو له تګلارې څخه نيولې د امريکا تر بشپړ تسلطه پورې، بايد له منځه يوځي.«

هغه زياته کړې وه چې لوېديځ اوکراين «د روسیې د ځپلو له پاره د صحنه سازۍ ځای ګرځولی» خو روسیه به «هيڅکله چا ته تابع دريځ غوره نه کړي.»

د فيبرورۍ ۲۴مه نېټه: «د دونباس د خلکو ساتنه»

لا د فيبرورۍ پر ۲۴ کله چې روسیې پر اوکراين د خپل يرغل اعلان وکړ او هغه یې «ځانګړي پوځي عمليات» وباله، ولسمشر پوتین په خپله تلویزيون وينا کې د ناټو له خوا په خیتځ کې د خپلې لمنې د پراخولو د احتمالي ګواښ موضوع ته ډېر ځای ورکړ.

پوتين هغه وخت په خپله وينا کې وویل چې »هدف د هغو انسانانو ساتنه ده چې له اتوو کلونو راهيسې د کيف د حکومت د ظلم او ټول وژنې ښکار دي.»

هغه زياته کړې وه: «له همدې کبله موږ له نازيانو څخه د اوکراين د پاکولو او بې وسلې کولو تګلاره تعقيبوو. پر دې سربیره به موږ هغه کسان محکمې ته راکش کړو چې لاسونه یې د ملکیانو په وينو سره دي چې په هغه کې د روسیې فدراسيون وګړي هم شامل دي. نوموړي هغه وخت ډاډ ورکړی وو چې د اوکرايني سيمو اشغال یې پلان نه دی. 

زموږ له آرشيف څخه: