1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوحه: طالبان او امریکایي مرکچیان وروستي توافق ته نزدي شوي

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو استازي له یکشنبې ورځې راهیسې یو له بل سره په خبرو بوخت دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، ویلي دي چې دواړه اړخونه یوه توافق ته نزدي دي.

https://p.dw.com/p/3Oc7O
Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

طالبانو او د امریکایي پلاوي چې مشري یې د سولې په چارو کې د افغانستان له پاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد کوي، د دوشنبې تر ناوخته پورې سره خبرې وکړي.

د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته روښانه شوه چې تخنیکي تیمونه به د سه شنبې په ورځ هم خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي، خو خلیلزاد به د کابل په لور حرکت وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، د سه شنبې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي چې دواړه اړخونه یوه توافق ته نزدي شوي دي. د شاهین په تویت کې راغلي دي: «نن [سه شنبه] هم مذاکرات دوام کوي. وروستي توافق ته نزدي شوي یو. هیله ده چې ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ورکړو.»

 په قطر کې خبرو اترو ته نزدې سرچیني هم دا خبره تاییدوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ توافق د نهایي کیدو په حال کې دی. ویل شوي دي چې اوس د دواړو خواو تخنیکي ټیمونه د تړون پر انګلیسي، پښتو او درې بڼو باندې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په خبرو کې یوه ښکیل اړخ تیره شپه د مذاکراتو تر پای ته رسیدو وروسته وویل چې پر متن سربیره اوس هم ځینې داسې موضوعګانې شته چې لا هم باید پرې یو څه خبرې وشي. خو پر تویتر د شاهین لیکنه ښيي چې پاتې موضوعګاني ښايي داسې نه وي چې له کبله یې ستونزه رامنځ ته شي.

د تیرې شپې د غونډې تر پای ته رسیدو وروسته وویل شول چې د امریکا استازی زلمي خلیلزاد، به کابل ته ولاړ شي. د دې سفر تر ټولو مهمه موخه ښايي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون، له افغان چارواکو سره د مذاکراتو د پرمختګ په اړه د معلوماتو شریکول وي.

لا هم ډیر کار په مخکې دی

روانې خبرې اترې یوازې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ دي چې اصلي تمرکز پکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د طالبانو له خوا دا تضمین ورکول چې دغه هیواد به په راتلونکو کې د ترهګرو له خوا د امریکا او متحدینو پر ضد یې نه کاریږي، دی.

د دې خبرو تر پای ته رسیدو وروسته، به بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شي. په دې مذاکراتو کې به بیا افغانان یو له بل سره د راتلونکې حکومت څرنګوالي، ټاکنو، د ښځو د حقونو او نورو مسایلو په اړه چې طالبان یې د افغانانو خپل منځني مسایل بولي بحث او پریکړې وشي.

دغه مذاکرات به په اوسلو کې ترسره شي، خو دا چې کله او څرنګه، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

طالبانو او امریکایي مرکچیانو په وار وار سره دا خبره رد کړې ده چې ګواکې د یوې موقتې ادارې د رامنځ ته کیدو په اړه یې بحثونه سره کړي دي. دواړه وایي چې دا او ورته موضوعګانې به په بین الافغاني ناسته کې مطرح شي.

تر اوسه پورې دا هم روښانه نه ده چې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ د خبرو اترو تر نهایي کیدو وروسته به، د دواړو اړخونو موافقه کله او چیرې لاسلیک شي. خو ځینې سرچینې وایي چې دغه کار به د نړیوالو لوړپوړو شاهدانو په حضور کې وشي.

بله خبره چې ښايي د روانو مذاکراتو په مخ کې یو خنډ وي د افغانستان راروانې ولسمشریزې ټاکنې دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د دویم ځل له پاره یې بیا ځان نومولی دی، ټینګار کوي چې دغه ټاکنې به پر خپل ټاکل شوي وخت (سپتمبر میاشتې په پای کې) ترسره شي، خو طالبانو بیا دغه بهیر رد کړی او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي دي چې مخه یې ونیسي.

مسعود جهش/ دوحه