1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنرآسیا

«دليپ کمار خبر نه دی چې دوه وروڼه يې مړه دي»

۱۳۹۹ شهریور ۱۵, شنبه

د هندوستان سینما د نامتو هنرمند دلیپ کمار ميرمن ويلي دي چې خاوند يې لا تر اوسه هم نه دی خبر چې دوه وروڼه يې مړه شوي دي. سايره بانو وايي خاوند يې اوسمهال د کرونا ويروس له امله په قرنطين کې دی.

https://p.dw.com/p/3i2Hw
Indien Schauspieler Dilip Kumar Bollywood
انځور: AP

د هندوستان سینما (بالييوډ) د پيژندلي او نامتو هنرمند، دليپ کمار ميرمن، سايره بانو وايي چې د دليپ کمار دوه وروڼه، ۹۰ کلن احسان خان او ۸۸ کلن اسلم خان، د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي، خو خاوند يې نه دی خبر.

سايره بانو د «ټايم آف انډيا» په نوم رسنۍ سره په مرکه کې ويلي دي: «دليپ صاحب ته نه دي ويل شوي چې اسلم ورور او احسان ورور نور په دې نړۍ کې نه شته.»

سايره بانو همدا راز ويلي دي چې خاوند ته يې د هندوستان د وتلي هنرمند، اميتاب بهچن په اړه هم دا خبره تر اوسه نه ده کړې چې هغه څو اوونۍ مخکې د کرونا ناروغۍ له امله په ناناواتي روغتون کې بستر شوی وو.

بانو زیاته کړه چې هغوی دليپ کمار ته د هر ډول هغو خبرونو له ويلو  ډډه کوي، چې د انسان د خپګان سبب واقع کیږي.

هغې خپل خاوند د روغتيايي وضعيت په اړه وويل چې اوس په قرنطين کې دی او په ورستيو ورځو کې يې د وينې په فشار کې د ډیهايدریشن (په بدن کې د اوبو کميدل) له کبله يو څه تغييرات رامنځ ته شول چې اوس تر درملنې لاندې دی.

دليپ کمار چې اصلي نوم يې يوسف خان دی په ۱۹۲۲ کال د پاکستان په پيښور کې زيږيدلی دی. کمار د هندوستان سینما يو د تر ټولو سترو فلمي شخصيتونو څخه ګڼل کيږي. د هغه ميرمن، سايره بانو هم له ۱۹۶۱ تر ۱۹۷۶ کال پورې په هندي فلمونو کې کار کاوه. دواړو د ۱۹۷۶کال په فلم، بيراګ، ګډ کار کړی دی. په دغه فلم کې دليپ کمار په درو رولونو کې څرګند شوی دی.

کوه نور، مغل اعظم، شکتي، نيادور او رام اور شيام، د دليپ کمار د مشهورو فلمونو څخه ګڼل کيږي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (19.12.2016 ):