1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: په هلمند کي د «داعش» لس غړي وژل سوي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۵, دوشنبه

افغان امنيتي چارواکو ويلي دي چي په هلمند کي ئې هغه لس تنه جنگيالي وژلي دي چي له «داعش» سره ئې يوځای کېدل منلي ول. دوی دغه راز ويلي دي چي دغي افراطي ډلي ته د ناراضي طالبانو ورتگ ډېر سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1ErKX
انځور: DW/H. Hashami

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري، ويلي دي چي وژل سوی جنگيالي ټول له «اسلامي دولت» يا په افغانستان کي مشهور په «داعش» ډلي غړي ول. دغه افراطي ډله په عراق او سوريه کي فعاليت لري.

د وزيري په خبره دغه کسان د يکشنبې په ورځ په هلمند ولايت کي د عملياتو پر مهال وژل سوي دي.

د افغان چارواکو په خبره په وژل سوو کسانو کي يو تن د حافظ وحيدي په نوم پيژندل سوی دئ چي د ملا عبدالروف وراره او ځای ناستی وو.

ملا عبدالروف چي هم ځان د داعش غړی باله تيره مياشت د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي ووژل سو.

چارواکي وايي چي روف په گوانتانامو زندان کي ډېر وخت بندي وو او تر آزادېدو وروسته له طالبانو څخه بېل او ځان ئې په هلمند کي د «اسلامي دولت» ډلي مشر باله.

په دې وروستيو وختونو کي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره د طالب جنگياليو د يوځای کېدو رپوټونو په افغانستان کي اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

خو په دې اړه ډېر لږ شواهيد موجود دي چي د دغو کسانو او داعش ډلي د مشرۍ ترمنځ دي عملیاتي اړيکي موجودي وي.

اوس خلک له دې ډاريږي چي په افغانستان کي د داعش ډلي رامنځ ته کېدل، کيدای سي چي مذهبي جنگونو ته لمن ووهي.

بله خوا بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي د يکشنبې په روځ په ټول افغانستان کي نژدې ۵۸ وسله وال جنگيالي وژل سوي دي.