1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"دسولي له پاره باید د واک و ویش ته چمتو اوسو"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د سه شنبې په ورځ د سولي د عالي شورا د رئیس د معرفي کولو غونډي ته په وینا کي وویل چي افغان حکومت باید سولي ته د رسیدو له پاره بايد د واک ویشلو ته چمتو وي.

https://p.dw.com/p/14kE3
انځور: dapd

د ښاغلي فهیم په خبره په افغانستان کي هغه مهال سیاسي ثبات راتلای شي چي په هيواد کي هر اړخیزه سوله ټینګه شي. فهیم وویل چي دا به بې ځایه وي چي که افغان حکومت د سولي په برخه کي یوازي خپلي غوښتني پر وسله والو مخالفینو وتپي. د نوموړي په خبره د سولي د ټینګښت په بدل کي باید وسله والو مخالفینو ته هم یو څه ورکړل شي:

«که چیري موږ ووایو چي طالب صاحب راشه تاسو زموږ سرتیری شی او موږ به ستاسو باداران یو، نو هغوی به هیڅکله هم دا خبره و نه مني او په غرونو کي به پاته شي. هغوی هغه وخت د سولي ږغ ته مثبت ځواب ورکولای شي چي غوښتني ئې ومنل شي. خو طالبان هم باید د سولي شرایط ومني.»

فهیم زیاته کړه چي افغان حکومت باید د سولي په بدل کي د حکومت له ناراضیانو سره د سیاسي واک ویش ته هم پوره چمتوالئ ولري.

مارشال فهیم په داسي حال کې له وسله والو سره د سیاسي واک د ویشلو خبره کوي چي د حکومت د سیاسي مخالفینو یا اپوزیسیون په نوم یو شمېر ډلو ویلي دي چي حکومت له طالبانو سره د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په لټه کي دئ. دغه ډله له طالبانو سره سوله،  تيري لس کلني لاسته راوړني په اوبو کي د لاهو کولو په معنی بولي.
 
خو مارشال فهیم وویل چي سوله د افغانانو اړتیا ده او که چیري سوله نه وي په هيواد کي د سیاسي نظامونو د بدلون په اړه څرګندوني به هيواد یو ځل بیا د بدبختیو پر لور ټېله کړي.

نوموړی دا څرګندوني له هغه وروسته کوي چي کابل ته د امريکا د کانګرس ځینو ورغلو غړو د ملي جبهې له غړو سره تر کتني وروسته، په افغانستان کي د پارلماني نظام پر رامنځته کېدو ټينګار وکړ.

د ولسمشر د پخواني مرستيال احمد ضيا مسعود، په مشرۍ ملي جبهې او د امريکا د کانګرس د ځینو غړو د ګډي اعلاميې له مخي، د افغانستان د اوسنيو سياسي ستونزو د له منځه وړو له پاره ښه لاره پارلماني نظام دئ.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال وویل چي افغانستان په تيرو څو لسیزو کي دا ډول تجربې ډېري کړي دي چي له ویجاړیو پرته ئې د افغانانو له پاره بله کومه پایله نه درلوده:

«دغه نسخې موږ د ویجاړیو پر لور بیایي، ځکه هغوی مو پخوا تجربه کړي دي. هر چا په افغانستان کي ویل چي زما نظر ښه دئ نور به ئې په پام کي نه نیول ځکه خو افغانستان په بدبختیو کي لاهو شو.»

په غونډه کي د سولي د عالي شورا نوي رئیس صلاح الدین رباني، هم سوله د افغانستان اړتیا وبلله او د دولت پر مخالفینو ئې ږغ وکړ چي سولي ته غاړه کښېږدي.

اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش