۱۳۹۷ دی ۲۱, جمعهد سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارلانشأ مشر محمد عمر داودزي، له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره به «ډیر ژر او د میاشتو په موده کې» د کابل او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې پیل شي. داودزي دغه څرګندونې د سولې له پاره د پاکستان د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه، دې هیواد ته د سفر پر مهال وکړې.