1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش په جلال آباد کې د بریدونو پړه ومنله

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

داعش په جلال آباد کې د ترسره شویو بریدونو پړه منلې ده چې په ترڅ کې لس کسان ووژل شول او تر ۴۰ ډیر نور ټپیان شول. دغې ډلې په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2xf8E
Afghanistan | Angriff auf das Nangarhar Finance Department
انځور: picture-alliance/News Agency/Xinhua News Agency/S. Safi

«اسلامي دولت» ډلې یا داعش د دوشنبې په ورځ د انترنت له لارې په خپرې شوې بیانيې کې د یکشنبې په ورځ په جلال آباد کې د څلورو ترسره شویو بریدونو پړه ومنله. دغه بریدونه د ننګرهار ولایت پر مستوفیت ادارې باندې ترسره شول.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوږیاڼي، ویلي دي چې بريد ۸ کسانو کړی وو.

داعش او طالبانو په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې بریدونه ترسره کړي دي چې په پایله کې یې ډیر کسان وژل شوي دي. افغان امنیتي ځواکونه چې د ۲۰۱۴م کال له پای راهسې د خپل هیواد امنیتي مسوولیتونه پر غاړه لري، اوس د افغانستان په ډیرو برخو کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر ضد جګړه بوخت دي.