1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

داعش غواړي د کرونا ویروس څخه ګټه واخلي

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

داعش له یوې خوا اروپا ته د تګ څخه خبرداری ورکوي او له بلي خوا بیا د جهاد اعلان کوي. هغه غواړي د کرونا ویروس څخه پخپله ګټه استفاده وکړي او توجه ځانته راوړوي. خو کیدلای سي غړي یې په هغه باندي اخته هم سي.

https://p.dw.com/p/3ZwpA
Syrien März 2019 | IS-Kämpfer in Baghouz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Aamaq News Agency

په ټوله نړی کي صحي چارواکي د کرونا د سخت ساري مرض په مقابل کي مبارزه کوي او په ډیرو ځایونو کي د هغه په خاطر سخته ګډوډي هم موجوده ده، خو یوه ډله دا اوس یوه ښه موقع بولي: یعني داعش چي غواړي د هغه څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.

په هغه مضمون کي چي تیره اوونئ داعش د یوه مهم او اصلي مطلب په توګه نشر کړی ؤ، راغلي دي، چي خدای دغه مرض د یوه عذاب په حیث د عیسوي ملتونو له پاره نازل کړی دی، کومه چي اشاره یې غربي هیوادونو ته ده، هغه هیوادونه چي د داعش پرضد یې په نظامي ائیتلاف کي برخه درلوده.

د بریتانوي څیړونکي، ایمان جواد ال تمیم په حواله داعش ویلي دي، چي »په ډیرو ځایونو کي خلګ د کرونا څخه په بیره کي دي او غربي نړۍ له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ ده، ځکه چي هغوی پرعامه ژوندانه باندي سخت قیودات او محدودیتونه وضع کړي دي. موږ د خدای څخه غواړو، چي د هغوی غذاب نور هم ډیر او معتقدین دي وساتي.«

Irak Bagdad | Frauen mit Mundschutz
عراق ته هم کرونا ویروس رسیدلیانځور: Reuters/K. Al-Mousily

د داعش پرضد مبارزې څخه فاصله

د کرونا ویروس شیوع کیدلای سي، داعش په خپل موقف کي تقویه کړي. په عین حال کي کرونا د داعش پرضد نوره مبارزه هم تر تاثیر لاندي راولي، کومه چي اصلأ د نظامي لحاظه له منځه تللې وه.

د مثال په ډول ناټو د همدې مارچ میاشتي په سر کي اعلان وکړ، چي د کرونا ویروس په سبب عراقي عسکرو ته د دوو میاشتو له پاره تمرین نه ورکوي. نتیجه دا سوه، چي د انګلستان د دفاع وزیر بِن والیس هلته د بریتانوي عسکرو عملیات محدود کړل.

پردې سربیره په عراق او سوریه کي د داعش ضد ائیتلاف باید داسي تدابیر ونیسي، چي د خپلو قواوو په منځ کي د کرونا ویروس د شیوع مخنیوی وکړي. ځکه چي په دې منځ کي کررونا سوریې ته هم ورغلې ده.

Syrien Menschen in Raqqa
انځور: Filip Warwick

که څه هم امریکايي چارواکي داسي اټکل کوي، چي دغه تدابیر به د داعش پرضد عملیاتو باندي منفي تأثیر ونه کړي، خو کرونا ویروس مشکل رامنځه کوي، څو له داعش سره په منطقه کي سمه مبارزه وسي. د نیویارک د سوفان تحقیقاتي مرکزځخه کولن،پي کلارک وايي چي»خو د داعش جنګیاليو ته هم طبعأ تاوان رسیدلای سي. هغوی هم د ویروس په مقابل کي معافیت نه لري. او که دوی پر غلطو طبي او صحي معلوماتو باندي تکیه وکړي، چي ډیر امکان یې هم سته، نو به د دوی جنګیالي هم د کرونا په ویروس باندي اخته سي او ډیری به له لاسه ورکړي.«