1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د کابل د پروني برید مسوولیت منلی دی

۱۴۰۲ دی ۲۰, چهارشنبه

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش د کابل په ختیځ کې د هغې چاودنې پړه منلې ده چې په پایله کې یې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول. دا په یوې اوونۍ کې په پلازمینه کابل کې د دغې ډلې دویم برید دی.

https://p.dw.com/p/4b31V
Afghanistan Kabul | Bombenanschlag Sicherheitskräfte
انځور: Sayed Mominzadah/Xinhua/picture alliance

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران، ویلي دي چې چاودیدونکي مواد د سه شنبې په ورځ په یوې کراچۍ کې یوه موټر ته نزدې ځای پر ځای شوي وو چې د چاودنې له کبله یې درې کسان ووژل شول او څلور تنه نور بیا ټپیان شول.

هغه د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې پولیسو په دې تړاو یو شکمن کس نیولی دی او هغه په پیښه کې خپله ښکیلتیا منلې هم ده.

د داعش  ډلې بیا د تلیګرام په خپل چینل کې د دې پیښې پړه منلې ده او ویلي یې دي چې «پر داسې یوې نقلیه وسیلې یې چاودنه کړې ده چې د پلچرخي زندان کارکوونکي یې لیږدول».

دا په وروستیو ورځو کې د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې له خوا په افغانستان کې دویمه چاودنه ده. تر دې مخکې دغې ډلې د شنبې د ورځې چاودنې پړه هم منلې وه. د شنبې ورځې چاودنه په دشت برچي سیمه کې رامنځته شوې وه او په کې لږ تر لږه پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د کابل په دغه سیمه کې دیر شیعه مذهبه هزاره افغانان ژوند کوي چې ډیر وخت د اسلامي دولت ترهګرې ډلې له بریدونو سره مخامخیږي. په دې سیمه کې د تیر کال په نومبر میاشت کې هم یوه چاودنه شوې وه چې په کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي ول.

پهافغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، چاودنې کمې شوې دي. یو لامل یې دا دی چې ډیری چاودنې د طالبانو له خوا ترسره کیدې. خو اوس هم په دې هیواد کې د اسلامې دولت په ګډون یو شمیر ډلې فعالې دي چې وخت نا وخت بریدونه کوي.