1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د پيښور د جمعې ورځې د برید مسئولیت ومانه

۱۴۰۰ اسفند ۱۴, شنبه

داعش ډلې د پاکستان پيښور ښار په یوه مسجد کې د جمعې ورځې ځانمرګي برید مسئولیت ومانه. دغې ډلې ويلي دي چې دغه برید يوه افغان بریدګر په یوازې سر ترسره کړی دی.

https://p.dw.com/p/483L2
Pakistan | Bombenanschlag in einer Moschee in Peshawar
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د خراسان څانگه چې ویل کيږي مرکز يې په افغانستان کې دی، په یوه اعلاميه کې د پاکستان د پښتونخواه ایالت په مرکز پيښور ښار پر یوه مسجد د جمعې ورځې ځانمرګي برید مسئولیت منلی دی.

دغه اعلامیه د داعش ډلې اړوند، «اعماق نیوز ايجنسي» خپره کړې ده.

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله په دغه برید کې ۵۶ لمونځ کونکي وژل شوي او ۱۹۴ نور ټپيان دي. تر حملې وروسته په لومړیو رپوټونو کې د مړو شمیر د ۳۰ او د ټپیانو شمیر د ۴۰ په شاوخوا کې ښودل شوی وو.

په اعلاميه کې د بریدګر انځور هم خپور شوی او هویت یې افغان ښودلی دی. په اعلاميه کې ويل شوي دي: «د طالب پوځیانو او پاکستاني پولیسو له خوا د شیعه ګانو د معبدونو او مرکزونو د شدیدو امنيتي تدابیر باوجود، د اسلامي دولت جنګيالي په مسلسله توګه په پاکستان او افغانستان کې میشت شیعه ګان په نښه کوي.»

په پيښور کې د ليډي ريډينګ روغتون ویاند، عاصم خان وويل چې ډيری ټپيان په ډير نازک حالت کې ول. هغه وويل چې قربانيان په چرو لګيدلي وو، د څو تنو لاسونه او پښې قطع شوې وې او نور کسان په وار شوو اجسامو او کثافاتو ټپیان شوي ول.

د شیعه ګانو پر مسجد د جمعې ورځې (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۴مه) دغه خونړۍ برید د پښور د زوړ ښار قصه خوانۍ کې وشو. د پيښور د پولیسو مشر، محمد اعجاز خان وويل، برید وروسته له هغې وشو چې یو وسلوال بریدګر له مسجد څخه بهر پر موظفو پولیسو ډزې وکړې. د اعجاز خان په خبره په دغو ډزو کې يو پولیس ووژل شو او بل ټپي شو چې تر هغه وروسته بریدګر مسجد ته داخل شو او د چاودیدونکو موادو واسکټ ته يې چاودنه ورکړه.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو تر ټولو لوړپوړي افسر، سید معظم جاح انصاري، وويل چې بریدکونکي خپل ځان پورې ۵ کيلوګرامه ډير قوي چاوديدونکي مواد تړلي ول.

هغه وويل بریدګر چاودیدونکي مواد د يو لوی تور څادر لاندې چې له ځانه یې راتاو کړی وو، پټ کړي ول. دغه ادعا پر کمره د اخیستلو شوو انځورنو پر اساس شوې ده کوم اسوشتید پریس هم ليدلي دي.

په دغې ويډيو کې ښودل کيږي چې بریدګر په یوه نرۍ کوڅه کې په ډيره چټکۍ جومات ته داخلیږي. هغه مخکې له دې چې په مسجد کې ځان ته چاودنه ورکړي، د مسجد د امنیت له پاره پر ولاړو پولیسو ډزې کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان دغه حمله غندلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم دغه برید غندلی او د پيښې متضررینو سره يې خواخوږي ښودلې ده. د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر ليکلي دي: «موږ د پاکستان پيښور کې په یوه مسجد کې چاوندنه غندو.» مجاهد زیاته کړې: «په ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هيڅ توجیه نه لري.»

پاکستان د افغانستان له نوو حاکمانو يا د طالبانو څخه غواړي تر څو د هغو پاکستاني طالبانو د بریدونو مخنیوي وکړي چې خپل بریدونه د افغانستان له خاورې تنظيموي.

افغان طالبان بیا وايي چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هيواد پر ضد ونه کارول شي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.