سیګار: هره ورځ ۲۰ افغان ځواکونه وژل کیږي
۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سهشنبهپه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې امریکا متحدو ایالاتو د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه شمیرې پخپله له افغان حکومته ترلاسه کړي دي چې د تیر کال همدې مودې له شمیرو سره سر خوري. په رپوټ کې د روان کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د مې میاشتې تر اتمې نیټې پورې تلفات درج شوي دي.
تر دې مخکې سیګار په فبروري میاشت کې په ۲۰۱۶م کال کې د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه هم یو رپوټ خپور کړی وو. په دغه رپوټ کې راغلي ول چې د تیر کال په لومړیو لسو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۷۸۵ افغان پولیسو او سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د دغو شمیرو له مخې نو په افغانستان کې هره ورځ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه په بېلابیلو پیښو کې وژل کیږي. د مرګ ژوبلې دغه لوړې شمیرې په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکو پر وړاندې پراته چلينجونه په ګوته کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې ورسره لاس او ګریوان دي.
تر دې پخوا امریکايي قوماندانانو او چارواکو په وارو وار سره د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د تلفاتو د لوړې کچې په اړه ګواښ کړی دی. دغو قوماندانانو ویلي دي چې افغان ځواکونه د طالبانو د جنګي تکتیکونو او همداراز د اسیب پذیره پوستو له کبله له دغه شان مرګ ژوبلې سره مخامخیږي.
همدا تیره اوونۍ په کندهار کې شاوخوا ۳۰ تنه افغان سرتیري هغه وخت ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستې باندې وسله وال برید وکړ. امریکایي چارواکي وايي چې په پوستو کې میشت افغان سرتیري د هغو سرتیرو په پرتله چې په تهاجمي عملیاتو کې برخه اخلي، لس برابره لوړ تلفات زغمي. که څه هم امریکايان غواړي د پوستو شمیر کم کړي، خو افغان چارواکي بیا ټینګار کوي چې پوستې په لیرو پرتو سیمو کې د حکومت حضور ښيي.
سیګار په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دولتي ځواکونه سږ کال هم د تیر کال په څیر د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو څخه ۵۹،۷ سلنه یې تر خپل کنترول لاندې لري. یاغیان ۱۱ ولسوالۍ کنترولوي او ۲۹،۲ سلنه نورې ولسوالۍ بیا د حکومت او یاغیانو تر منځ لاس په لاس کیږي.