1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د ۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان خپله دوهمه لوبه هم وګټله

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کښته کریکټ لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه. دا د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د ځوانانو دوهمه پرله پسې بریا ده.

https://p.dw.com/p/3WeSb
Cricket - 2020 ICC U19 World Cup - Südafrika v Afghanistan
انځور: picture-alliance/empics/BackpagePix

تر ۱۹کلنو د کښته کریکټ نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان لوبډله په خپله دوهمه سیالیه کې هم ډیره ښه وځلیده او د متحده عربي آماراتو لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغانستان د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پریکړه او په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۵ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري د ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ۸۷ او ۸۱ منډې د پام وړ وې. افغان توپ وهونکي محمد اسحاق هم ۳۵ منډې وکړې. په ځواب کې د متحده عربي آماراتو ټوله لوبډله په ۳۳ اور کې د ۱۰۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. د متحده عربي آماراتو هیڅ کوم لوبغاړي تر۳۰ خپلې مجموعي منډې پوره نه کړي.

په توپ اچونه کې د افغانستان د ځوانانو لوبډلې شفیق الله غفاري بیا ډیر ښه وځلید او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. نور احمد بیا درې ویکټې واخیستې. تر دې دمخه غفاري له سویلي افریقا سره په لومړۍ لوبه کې د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي سوځولي وو. د تیرې لوبې په څیر بیا هم غفاري د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان په D ګروپ کې دی چې د ننۍ لوبې په ګټلو سره ۴ نمرې لري او د ګروپ په سر کې دی. په دغه ګروپ کې پر افغانستان سربیره د سویلي افریقا، متحده عربي آماراتو او کاناډا لوبډلې شاملي دي. افغانستان به د ګروپي سیالیو په ترڅ کې خپله دریمه او وروستۍ لوبه له کاناډا سره د جمعې په ورځ وکړي. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې بل پړاو ته لار مومي.