1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان په کمپونو کې مهاجر په بد وضعیت کې ژوند کوي

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې شورا د بشري حقونو کمیسارې دنیا میجاتویچ پنځه ورځي په یونان کې د مهاجرو ځينو کمپونو ته ورغله. په دې ترڅ کې هغې ډیره ګڼه ګوڼه، د روغتیا ناوړه وضعیت او د جنسي زورزیاتي بد حالت ولید.

https://p.dw.com/p/37iYH
Symbolbild: Alltag im Flüchtlingslager Moria
انځور: picture-alliance/dpa/S. Baltagiannis

د اروپايي ټولنې شورا يووار بیا په یونان کې د مهاجرو په کمپونو کې د خراب بشري وضعیت په هکله خبرداری ورکړ. دغې شوار د یونان په ځينو کمپونو کې د پناه غوښتونکو ګڼه ګوڼه، د پولیسو په لاس د زورزیاتي پیښې او همدا راز پر ماشومانو او میرمنو باندې د جنسي ځورونې د پیښو په هکله خپله انديښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو له پاره د اروپايي شورا د کمیسارې دنیا میجاتویچ په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې په یونان کې په ځانګړې توګه له ۳۰۰۰ څخه د ډیرو بې سرپرسته ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړ دی. د هغې په رپوټ کې راغلي دي چې له دوی څخه زیاتره یې په کانتینرونو او یا خیمو کې له ځوانانو سره ګډ ژوند کوي.

د اروپايي شورا د کمیسارې له خوا جوړ شوی دغه رپوټ له یونان څخه د هغې د پنځه ورځني سفر او د سترګو د لیدلي حال پر بنسټ جوړ شوی دی. د روان کال په جون میاشت کې میجاتویچ له خپلو دوو همکارانو سره یونان ته سفر وکړ او د پنځو ورځو په ترڅ کې یې په یونان کې د مهاجرو ډيرو کمپونو ته ورغله. د رسمي سرچینو په حواله، هغه مهال په یونان کې شاوخوا ۶۵ زره پناه غوښتونکي میشت وو.

Griechenland Flüchtlingslager Moria auf Lesbos
انځور: DW/B. Riegert

کمپونه تر ظرفیت ډیر ډک دي

د یونان د آژه سمندر په شپږو ټاپوګانو او د ترکیې – یونان پولې ته څیرمه په فایلکیو ښار کې د مهاجرو له کمپونو څخه د لیدنې پرمهال، د اروپايي شورا دغو کارپوهانو د مهاجرو او پناه غوښتونکو خورا بد بشري وضعیت ولید. د اروپايي شورا د چارواکو د لیدنې پرمهال د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو په یوه مرکز کې چې په اصلې کې یې ظرفیت ۶۴۰۰ کسان دی، اوسمهال پکې د میندواره میرمنو، مورګانو او کوچنیو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱ زره او پنځه سوه پناه غوښتونکي میشت دي.

د رپوټ په حواله په دغه راز کمپونو کې مهاجرین اړ دي چې د رفع حاجت او یا ځان مینځلو له پاره د ساعتونو له پاره په کتارونو کې انتظار وباسي. رپوټ زیاتوي چې د کمپونو په دغه راز ځایونو کې ماشومان او میرمنې بیا د جنسي ځورنې او برید له ګواښونو سره مخ دي. رپوټ د یونان د موریا او لسیبوس کمپونو وضعیت ډیر خراب ښوولی دی. په دغو کمپونو کې اوسمهال تر۸۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي میشت دي، چې په اصل کې یوازې د ۳۰۰۰ کسانو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري.

د روغتیا په برخه کې خبرداری

د روغتیا د برخې چارواکو په دې وروستیو کې د دغو کمپونو روغتیايي وضعیت ډیر خراب ګڼلی دی. د دوی په حواله له تشنابونو راوتونکي چټلې اوبه بهر ته راوځي چې په دې سیمه کې د میشتو کسانو له پاره روغتیايي خطرونه رامنځ ته کوي. دا په داسې حال کې ده چې اړوندو چارواکو د یونان د مهاجرت له وزارت څخه غوښتي دي چې دغه راز ستونزې ژر تر ژره حل کړي، او یا دې کمپ د ۳۰ ورځو په ترڅ کې وتړي.

Flüchtlingslager Moira auf der griechischen Insel Lesbos
انځور: DW

په بروکسل کې میشت د اروپايي ټولنې د کمیسیون په حواله هغه مهال چې اروپايي ټولنه د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوان وه؛ یونان او په دغه هیواد کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو په برخه کې فعالیت لرونکي غیر دولتي سازمانونو د بیړنيو پروګرامونو له پاره له ۲۰۱۵م کال راهیسې د اروپايي ټولنې له بودیجي څخه تر۴۰۰ میلیونه یورو ډیره بودیجه ترلاسه کړې ده. په عین حال کې اروپايي ټولني یونان ته د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۰ م کاله پورې شاوخوا ۵۱۰ میلیونه نورې مالي مرستې هم ځانګړې کړي څو په خپله خاوره کې د مهاجرو د ساتنې په برخه کې مصرف شي.

زموږ له آرشیف څخه: