1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د ګوانتانامو یو بندي اوس دوکاندار دی

۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبه

احمد احجمام د ګوانتانامو په زندان کې تر ۱۲ کلونو ډیر وخت تیر کړی دی. نوموړی د ترهګرۍ په شک بندي شوی وو. له بند څخه تر آزادیدو وروسته هغه یو نوی ژوند پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/33EtO
Uruguay Ahmed Adnan Ahjam
انځور: Getty Images/AFP/P.P Brune

احمد احجمام د یوروګوائې هیواد په پلازمېنه مونټي ویدی، کې د« احمد احجمام عرب ګیسترونومي» په نوم یو کوچنی کاروبار پیل کړی دی. احمد احجمام په خپل دوکان کې اکثره د خوړو خواږه شیان پلوري.

په ۲۰۱۴م کال کې د امریکا متحده ایالاتو او یوروګوائې د حکومتونو ترمنځ د تړون په اساس هغه له ګوانتانامو زندان څخه د سويلي امریکا دغه هیواد ته واستول شو.

احمد احجمام له هغو ۷۸۰ بندیانو څخه وو چې امریکا هغه په ۲۰۰۲م کال کې ګوانتانامو ته استولي ول. د څه مودې راهیسې امریکا د دغو بندیانو د انتقالولو په خاطر له یو شمیر هیوادونو سره خبرې اترې پیل کړي دي. ګوانتانامو بې له بندیانو سره د ناوړه چلند له کبله شخړیز زندان بلل کیږي.

احجمام په خپل دوکان کې د بغلاوې سربیره د یوروګوایي سیمه ایز خواږه یا میټایان هم پلوري. نوموړي د خپل دوکان د پرانیستې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «دا زما له پاره د یو خوب د پوره کیدو په شان دی. زما په نوي ژوند کې دا یو مهم ګام دی. زه د یوروګوایې د خلکو منندویه یم. زه به ډیر زحمت وباسم».

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي چې احجمام د افغانستان په توره بوره کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په پلوي له امریکایې ځوکونو سره په جګړه کې برخه اخیستې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۲م کال په جنورۍ کې افغانستان هغه امریکا ته سپارلی وو او د همدې کال په جون میاشت کې هغه د ګوانتانامو بې زندان ته واستول شو.

د احجمام ژوند یوه عجیبه کیسه لري. هغه د یوروګوائې هیواد له امریکا څخه د ترلاسه کونکو مرستو په بدل کې منلی دی. د احجمام تر څنګ شپږ نورو بندیانو ته چې له ګوانتانامو څخه استول شوي دي په یوروګوائې کې ادغامیدل او د کار پیدا کول ستونزمن تمامیږي.

د هغه دوکان د ښار د یوې خیریه ټولنې له خوا جوړ شوی دی. د همدې ټولنې یو کارکونکی وایې: «هغه په سوریې کې زرګر وو. اوس دا د هغه له پاره یو نوی بازار او نوی وخت دی». د هغه په خبره د احجمام د ټاټوبي دودیز خواړه د هغې له پاره د روزګار وسیله جوړیدلی شي.

US Präsident Obama will Guantanamo Verfahren aussetzen
احمد احجمام له هغو ۷۸۰ بندیانو څخه وو چې امریکا هغه په ۲۰۰۲م کال کې ګوانتانامو ته استولي ول. انځور: picture alliance/dpa