1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمکیوبا

د ګوانتانامو زندان یو بندي د محاکمې له پاره ناتوانه بلل شوی

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په پوځي اډه کې د ګوانتانامو یوې نظامي محکمې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې د بریدونو په تړاو یو بندي د محاکمه کیدو له پاره ناتوانه اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Wj6G
Ramzi Binalshibh (2001)
پر رمزي بن الشیبه تور لګول شوی چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې د بریدونو یو له پلانوونکو څخه وو. انځور: FBI/AP/picture alliance

د محکمې د یوه سند په اساس چې د جمعې (۲۰۲۳م کال د سپتمبر۲۲ نیټه) په ورځ خپور شوی دی، پوځي روان پيژندونکو او یوه قضایي روان پيژندونکي، رمزي بن الشیبه چې دیمن هیواد پورې تعلق لري، د ژورې صدمې په پایله کې د سترېس له کبله د رواني اختلال درلودونکي ناروغ په حيث تشخیص کړی دی.

قاضي امر کړی چې د دغه ۵۱ کلن بندي د دوسیې د ارزونې بهیر دې له هغو څلورو نورو کسانو څخه جلا کړای شي، چې د سپټمبر د یولسمې پيښې په ارتباط یې د محاکمې بهیر جریان لري.

د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د نظامي محکمې په حواله رپوټ ورکړی دی، چې د الشیبه مدافع وکیل نظامي محکمې ته ویلي دي چې مؤکل یې د شکنجو، د هغو له ډلې څخه د بې خوبه کولو، د مصنوعي ډوبولو (چې د تورن کس پر مخ دسمال اچول کیږي او بیا پرې اوبه ور خوشې کوي چې سا وانخیستلی شي) او نورو وحشتناکو ناوړه چلندونو په پایله کې چې د خپل بندیتوب پر مهال د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی ای) له خوا ورسره شوي دي، په رواني ستونزې اخته شوی.

د دغه رپوټ په اساس رمزي بن الشیبه د ۲۰۰۲م کال په سپټمبر کې په پاکستان کې نیول شوی وو.

نوموړی د سي آی ای له خوا د «یوه ځانګړي با ارزښته بندي» په توګه د شاوخوا ۱۳۰۰ ورځو له پاره نیول شوی وو او په ۲۰۰۶م کال کې په کیوبا کې د امریکا متحده ایالاتو په يوه نظامي آډه کې دګوانتاناموویرونکي زندان ته وسپارل شو.

پر رمزي بن الشیبه تور لګول شوی چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې د بریدونو یو له پلانوونکو څخه وو. ویل کیږي چې نوموړي د المان په هامبورګ ښار کې د یوې ترهګریزې هستې په رامنځته کولو کې ونډه درلوده چې د دې هستې مشر ته امر شوی وو چې یوه له دوو الوتکو څخه په نیویارک کې د نړیوال تجاراتي مرکز له ودانۍ سره وجنګوي.

په نیویارک کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ په بریدونو کې، د واشنګټن په پنټاکون او پنسلوانیا کې نږدې ۳۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص