1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کيم د مغزي سکتې او مړينې تودې اوازې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د شمالي کوريا په رهبر څه شوي دي؟ شمالي کوريا ته د چين د يو روغتيايي پلاوي تر تلو وروسته د کيم جونګ اون د روغتیا او حتی د هغه د مړينې د احتمال اوازې لا تودې شوي دي. چين او شمالي کوريا تر اوسه چوپه خوله دي.

https://p.dw.com/p/3bQY8
Südkorea Medienberichterstattung Gesundheit Kim Jong Un
انځور: Getty Images/AFP/J. Yeon-Je

مختلفو سرچينو د ۳۶ کلن کیم جونګ اون، د زړه د جراحۍ عمليات رپوټونه خپاره کړي دي او زياته کړې يې ده چې هغه تر عمليات وروسته په کوما حالت کې دی. ځينو سرچينو حتی د شمالي کوريا د رهبر د احتمالي مړينې او د هغه د ځای ناستي څخه هم رپوټونه ورکړي دي.

د جمعې په ورځ د چينايي ډاکټرانو يوه ډله د کيم جونګ اون د روغتيايي وضعيت د څيړنې له پاره، شمالي کوريا ته واستول شوه.

د «شوګان ګندای» په نوم يوې جاپانۍ رسنۍ، د کيم د ناکام جراحي عمليات څخه خبر ورکړی او زياته کړې يې ده چې د شمالي کوريا رهبر ژوندی دی، خو ماغزه يې سم فعاليت نه ښکاره کوي.

سي ان ان، د امريکا د يوه حکومتي چارواکي له قوله ويلي دي چې د کيم وضعيت ډير خراب دی.

د مړينې احتمال

د کيم جونګ اون د روغتيايي وضعيت په اړه ضد او نقیض رپوټونه

نيويارک پُست د هانګ کانګ د HKSTV تلويزيون د مرستيال مدير له قوله وايي، چې کيم جونګ اون مړ شوی دی. هغه ويلي دي: «ډيرو موثقو سرچينو» ورته ويلي دي چې کيم جونګ اون وفات شوی دی.

د«وايبو» په نوم فيسبوک ته ورته چينايي ټولنيزې رسنۍ کې د کارونکو له خوا هم په ډيره پراخه توګه د شمالي کوريا د مشر د مړينې په اړه خبرونه خپاره شوي دي. 

د کيم د نيکه د پيدايښت په ۱۱۵مه کليزه کې د کيم جونګ اون ناڅاپي نه ګډون، د هغه د برخليک په اړه ګمانونه نور هم جدي کړي دي. 

د کيم جونګ اون د ځای ناستې په اړه ويل شوي چې ۳۱ کلنه خور يې ډير چانس لري. کله چې کيم جونګ اون د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د سويلي کوريا له ولسمشر سره ليدنه کوله، د هغه خور هم ورسره وه.

د سويلي کوريا او جاپاني رسنيو په حواله، د کيم جونګ اون ميرمن په عامه محضر کې لږ لیدل شوې ده او د هغه ۷ کلنه لور هم د پلار د ځای ناستي په توګه چانس نه لري.

ترمپ ويلي دي چې کيم جونګ اون ته «تر ټولو ښې هيلې لري» او امید کوي چې «روغ» شي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: