1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کونړ په ځنګلونو کې د اورلګېدنې ادامه

۱۴۰۲ تیر ۴, یکشنبه

د کونړ ولایت ځايي چارواکي وايي د دغه ولایت په ځنګلونو کې اورلګېدنه د دوهمې پرله پسې ورځې له پاره ادامه لري. یو چارواکي وويل چې تر اوسه ۱۴ هکتاره ځنکل او څړځايونه سوځېدلي دي.

https://p.dw.com/p/4T2Pj
د آرشیف انځور - د افغانستان په نورستان کې د ۲۰۲۲م کال اورلګېدنه
د آرشیف انځور - د افغانستان په نورستان کې د ۲۰۲۲م کال اورلګېدنهانځور: Inayat-ur-Rehman

د کونړ په ځنګلونو کې اورلګېدنه د شنبې په ورځ د جون ۲۴مه پيل شوه او اوس لا ادامه لري.

د کونړ ولايت د طبيعي پېښو ریاست د زیانونو د ارزونې مدير، احسان الله احسان، د یکشنبې په ورځ دويچه ویله ته وویل چې دغه اورلګېدنې د کونړ د پېچ درې ولسوالۍ په سندري او کرنګل سيمو کې رامنځ ته شوي دي.

ورته نور ولولئ: د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدو لامل څه دی؟

احسان زیاته کړه چې تر اوسه ۸۰ جریبه ځنګلونه او څړځایونه سوځيدلي دي او اور لاهم نه دی مړ شوي: «تر اوسه نژدې ۱۴ هکتاره ځنګلونه چې ۸۰ جریبه ساحه کیږي، سوځېدلي دي.»

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د کارکوونکو په ګډون، شاوخوا ۲۰۰ کسان د اوروژنې په مقصد سیمې ته ورغلي، خو نه دې توانېدلي چې اور مړ کړي.

د سېمې اوسېدونکي وايي چې د اړوندو ادارو د فوري اقدام پرته په دغو ځنګلونو کې د لګيدلي اور مړ کول ناشونې دي.

دا څوم ځل دی چې د افغانستان په شرقي ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ او همدارنګه په خوست ولایت کې د اورلګېدنې پېښې رامنځ ته کيږي چې له کبله یې پراخې ساحې سوځيږي.

ورته نور ولولئ: د کونړ اوسېدونکي: د وچو لرګیو په نوم د ځنګلونو وهل دوام لري

څه موده مخکې د خوست ولایت په ځنکلونو کې د اورلګېدنې له کبله شاوخوا ۳۰ جریبه ځنګلونه وسوځېدل.  

په کونړ ولایت کې اوسنۍ او په نورستان او خوست ولایتونو کې د تېر کال پر له پسې اورلګيدنو، د افغانستان د ځنګلونو د لمنځه تلو په هکله اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

د اورلګېدنې پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: