کندهار- د انګورو حاصلات نژدې ۳۰۰ زره ټنو ته رسيدلي
۱۳۹۹ شهریور ۲, یکشنبهد افغانستان د کرهڼې او اوبو لګونې وزارت د شنبې په ورځ (د اګست ۲۲مه) د يوې اعلاميې په خپرولو په کندهار ولایت کې د انګورو د حاصلاتو له ډيروالي څخه خبر ورکړ.
د کندهار د کرهڼې او اوبولګونې رياست هم ويلي دي چې سږکال د دغه ولايت د ۱۷ ولسواليو په ۲۰ زره او ۵۰۰ هکتاره مساحت د انګورو باغونو څخه انګور راټوليږي.
د دغه رياست په خبره، درې کاله مخکې د کندهار د انګورو حاصلات شاوخوا ۲۷۳ زره او ۶۰ ټنه وو، چې سږکال دغه حاصلات ۲۹۰زره متريک ټنو ته لوړ شوي دي.
د کندهار د کرهڼې او اوبولګونې رياست مشر، سيد حفيظ الله سيدي، په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ډيروالی، د خپلې ادارې د هڅو پايلې بولي. پر وینا يې دغه حاصلات کروندګرو او باغدارانو سره د دغې ادارې د همکاريو او د آګاهۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو په نتيجه کې لوړ شوي دي.
د کندهار د کرهڼې او اوبولګونې رياست په خبره، تر ټولو ډير باغونه، د دغه ولایت په سپين بولدک، دامان، معروف، شاولي کوټ، ژيړۍ، پنجوايي، ډنډ او ارغستان ولسواليو کې دي.
سربيره پر دې، په دغه ولایت کې د مميزو/مييزو د توليد یا پروسس د ۹۱۱ کارخانو د رغولو چارې هم پيل شوي، چې په نژدې راتلونکې کې به يې ساختماني چارې بشپړې شي.
خو د کندهار ولایت د انګورو یو شمیر باغداران د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو له پاره د بازار له نه شتون څخه شکایت کوي.
د وزارت په اعلامیه کې د عبدالحق په نوم د يو تن باغدار له قوله ویل شوي: «د انګورو د خرڅلاو له پاره د بازار نه شتون زموږ تر ټولو لويه ستونزه ده. که حکومت زموږ د انګورو د خرڅلاو له پاره بازارموندنه وکړي، عواید به مو څو برابره لوړ شي.»
انګور او انار د کندهار ولایت د مشهورو ميوو څخه دي. د کندهار ولایت د کرهڼې او اوبو لګونې رياست وايي چې دغه ولایت د مختلفو انګورو په درلودلو، د انګورو يو لوی تولیدونکي ولايت په توګه شمیرل کيږي. هر کال د کندهار او د افغانستان د نورو ولایتونو څخه په زرونو ټنه انګور، ګاونډيو هیوادونو، سعودي عربستان او نورو هیوادونو ته صادريږي.
دویچه وله د/م.ک.ص./ا.ا.
دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلئ شئ!