1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کندهار خلک ولي د کرونا د تشخيص په موخه کابل ته ځي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د کندهار ولايت په لابراتوارونو کي هغه کيټونه تمام سوي دي چي د کرونا ناروغي تشخيصوي. د دغه ولايت ځيني اوسيدونکي اوس د کرونا ويرويس د معايناتو له پاره کابل ته ځي.

https://p.dw.com/p/3awBs
Corona-Virus in Kandahar Afghanistan
يو کندهاری ناروغ او داکتر - انځور له آرشيف څخهانځور: DW/M. Ibrahim

فیض محمد د کندهار ښار یو له هغو اوسیدونکو څخه دی چي وايي غواړي کابل یا هم هرات ته په دې خاطر ولاړ سي، ترڅو معلومه کړي ایا په رښتیا د کرونا په ناروغۍ اخته دی او که له بلی ناروغۍ کړيږي؟ فیض محمد، چي له تیرو ۲ ورځو راهیسي يې وچ ټوخی، ستونی او بدن درد کوي دغه خبره دویچه ویله ته وکړه.

د هغه په قول، د کورنۍ په مشوره يې د خپلي ناروغۍ معلومولو له پاره د کندهارښار په عینو مېنه کي د (کرونا) ناروغۍ له پاره ځانګړي سوي روغتون ته د معایناتو له پاره مراجعه وکړه، خو هلته نوکریوال ډاکټر ورته ویلي دي چي د لابراتوار کیټونه يې تمام سوي، دوی اوس نه سی کولای، چي د مشکوکو کسانو درک معلوم کړي چي په کرونا ویروس اخته دی او کنه؟

»په خدای ډېرمي بدن درد کوي او وارخطا یم، چي خدایه دابه څنګه سي؟ خو شفاخانې ته، چي ورغلم نومي په ډیرو پوښتنونو ډاکټر پیداکړ، هغه ماته دستي یوڅ و پرېسټامول ګولۍ راولیکلې او ویل دغه ګولۍ واخله کورته ولاړسه استراحت وکړه! ځکه زموږ د لابراتوار هغه کیټونه خلاص سوي دي، چي د کرونا ناروغي معلوموي.«

دا یوازي فیض محمد نه دی، بلکي یو زیات شمیر کندهاریان له دغي ستونزي شکایت کوي او وايي، که خبره همداسي وي، نو ورځ تربلی به په دغه ولایت کي په کرونا د اخته ناروغانو شمیره لوړه سي، ځکه د دوی په قول هرڅوک دونده توان نه لري، چي خپل ناروغان کابل، هرات، جلال اباد یا هم نورو هغو ولایتونو ته په شخصي موټرونو کي ورسوي، چي هلته د کرونا ناروغۍ تشخیصولو لابراتوار موجود دی.

دغسي ناروغان ځکه شخصي موټرغواړي چي هرڅوک د ډاکټرانو د لارښوونو له مخي د مشکوک ناروغانو له تماس او نژديوالي څخه ځان پېچي. 

Kandahar Aufbau Korruption
د کندهار اوسیدونکي انديښنه ښکاره کوي چې د ستونزو د نه حل په صورت کې به د کرونا د ناروغانو شمير لوړ شيانځور: DW/I. Spesalai

په کندهارکي ډاکټران هم د کرونا ناروغۍ د مشکوکو ناروغانو خبره پرځای ګڼي او وايي له دې لوی مشکل سره له تیرو ۳ ورځو راهیسي مخامخ دي.

د ډاکټرانو په قول، هره ورځ د کرونا ناروغۍ یوشمیر مشکوک ناروغان مراجعه ورته کوي، خو دوی نه سي کولای، چي په دغي ناروغۍ ککړ کسان تشخیص کړي، ځکه د کرونا ناروغۍ د لابراتوار هغه « کیټونه» یو مخ خلاص سوي دي، چي د یادي ناروغۍ تشخیص په کیږي.

د کندهار د عامي روغتیا په ریاست کي د بیړنیو پيښو سره د چمتووالي مسئول ډاکټرمحمد سرور فیروزي دویچه ویله ته د یادي ستونزي د تائید ترڅنګ زیاته کړه، دا ډېر د اندېښنې وړ مشکل دی او د دې ستونزي په اړه يې کابل ته هم خبر ورکړی دی، مګر تر اوسه يې مثبت جواب نه دی ترلاسه کړی.

او که چیري کوم څوک، بیا ورته مراجعه وکړي، نو هغه ددغي ستونزي له لاسه مایوس کیږي او بیا يې زړه نه غواړي، چي روغتون ته سر ورښکاره کړي.

په کندهارکي مدني فعالان، د بشري حقونو پلویانو او روڼ اندي په دې اړه ډېر په تشویش کي دي. دوی وايي، نژدې دوې اوونۍ ترمخه په ډیرو ویلو او هلوځلو کندهار ته د کرونا ویرویس د معلومولو لابراتوار راوړل سو، چي د وزیر له خوا يې د پرانیستني مراسم هم ترسره سول، مګر داسي ژر يې په خورا حساس وخت کي کارونه نیمه خوا سول.

په کندهار کي داسي مهال د کرونا ناروغۍ د معلومولو لابراتوار کیټونه خلاص سوي او تقریبا کار يې په ټپه ولاړ دی، چي په دغه ولایت کي نن هم د ۳ مثبتو پيښو په ثبت سره د کرونا د ټولو مثبتو پيښو شمیر ۹۳ ته پورته سو.

محمد ابراهيم سپيڅلی

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: