1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کمپيوټري ګيم اتلولي چې جايزه يې درې ميليونه ډالره ده

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

په نيو يارک کې د فورت نايټ په نوم د کمپيوټري لوبې په اتلولۍ کې ۳ ميليونه ډالر جايزه ټاکل شوې ده. ډېري ګډونوال زلميان دي چې په مجازي ډول يو بل د سيالۍ پر مهال د منځه وړي. ټول ټال انعامونه يې بيا ۳۰ ميليونه ارزښت لري.

https://p.dw.com/p/3Mr7v
USA Fortnite Spielszene
انځور: picture-alliance/dpa/F. May

د متحده آيالاتو په نيو يارک ښار کې ۲۰۰ زره ګيم کوونکي سره راټول شوي او د «فورت نايټ» ګيم په اتلوليو کې ګډون کوي. هغوی د شنبې او يکشنبې په ورځو (د ۲۰۱۹ کال په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه) سره سيالي کوي. په دغو اتلوليو کې ټول ټال ۳۰ ميليونه يورو د جايزو په توګه وېشل کيږي. فورت نايټ داسې کمپيوټري ګېم يا لوبه ده چې لوبغاړي پکې په يوه مجازي ټاپو کې ګرځي او بايد کوښښ وکړي چې ژوندي پاته شي. په دې ترڅ کې بايد نور رقيب لوبغاړي د هغسې وسلو په مټ له منځه يوړل شي چې د منډو کولو او ګرځېدو پر مهال يې راټولوي. دغه لوبه په ټوله نړۍ کې ۲۵۰ ميليونه کاروونکي لري. د اتلوليو هر ګډونوال ته لږ تر لږه ۵۰ زره ډالره ژمنه شوي چې ګټونکی به يې درې ميليونه امريکايي ډالره تر لاسه کوي. دغه رقم له هغه مقدار پيسو سره تقريبا سمون لري چې د متحده آيالاتو د تېنيس پرانيستو اتلوليو پر مهال ورکول کيږي چې ۳،۸۵ ميليونه ډالر کيږي.   

د شنبې په ورځ د جوړه يي لوبو پايلوبه تر سره شوه چې د دوو کسانو ټيمونو پکې سره مقابله کوله. آلمانی لوبغاړی فابيان «دېروکس» ريل او د هغه ملګری کالوم «اي تېم» مک ګيليوری له سکاټلند څخه د لسو مخکښو لوبغاړو په ډله کې راغلل. لومړۍ جايزه ديويد «آکوا» ډبل يو له اتريش او د هغه ملګري ايميل «نهيروکس» بېرګ کويست پيدرسن، له ناروې څخه وګټله چې درې ميليونه ډالر به اوس په خپلو منځو کې سره وېشي.

USA Fortnite World Cup Finals in New York
د کمپيوټري لوبو يا ګېمونو بازار ډېر تود دیانځور: Reuters/USA Today Sports/C. Fragoso

لوی او تود بازار

په دغو مسابقاتو کې به ګډونوال چې اکثريت يې زلميان دي، د «بېټل رويال» په بڼه سره سيالي او لوبه کوي چې يو يوازې يو کس پکې تر آخره پورې ژوندی پاته کيږي. د سينګل يا فردي ګېم مسابقات نن يکشنبه صورت نيسي چې درې آلماني لوبغاړي پکې هم ګډون کوي. دغه اتلولي چې د «ايپيک ګيمز» شرکت جوړه کړې، ټول ټال ۱۰۰ ميليونه امريکايي ډالره مصرف لري چې پکې د لسو اوونيو له پاره د لارموندنې سيالۍ هم شاملې وې. داسې اټکل کيږي چې د کمپيوټري ګيمونو بازار به تر ۲۰۲۵ م کاله پورې تر ۳۰۰ مليارډو ډالرو پورې عايدات ولري. 

tj,rs/se (AFP, dpa)/ن ص/ ش ن