1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشي شوي دي

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

د افغانستان په چارو کې د ایران د حکومت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي خپل پر ټویټر د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې له افغانستان سره د پرله پسې دیپلوماټیکو تعاملاتو وروسته له دغه هیواده د سیستان په لور اوبه ورسېدلې.

https://p.dw.com/p/4FEVK
Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm
انځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

هغه زیاته کړې چې « د عامه ډیپلوماسۍ او د ادارو د همغږۍ له ظرفیت څخه په ګتې اخیستنې سره، د افغانستان له لارې د سیستان څاګانو ته اوبه راننوتلې.»

نوموړې وویل« د اوبو د باثباته جریان د ساتلو او ثبات له پاره به سلا مشورې دوام ولرې.»

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر نصرت دویچه ویلې ته دا ومنل  چې د کمال خان له بند څخه اوبه د ایران په لور خوشي شوي دي.  خو وایې دا کار یې د خپلو بزګرانو له پاره ترسره کړی دی.

د کمال خان اوبو بند چې د نیمروز ولایت په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري د پرځول شوي  ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوی و.

د هلمند د اوبو  اړوندو معاهدو په اړه د طالب او ایراني چارواکو تر منځ په وار وار خبري شوې دي.

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai