1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کلیو او پراختیا وزارت ته څیرمه برید شوی

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

په کابل کې د کلیو او پراختیا وزارت د باندې یو ځانمرګی برید شوی دی. په پيښه کې د ۱۲ تنو د وژل کیدو او ۳۱ د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. دغه چاودنه د حکومت له لوري د اوربند د اعلان په درشل کې کیږي.

https://p.dw.com/p/2zHE1
Attacke auf afghanisches Innenministerium in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/AP/R. Gul

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ویلي دي چې یو ځانمرګی برید کوونکی چې پلي روان وو د کلیو او پراختیا چارو وزارت ته څیرمه هغه وخت چاودنه کړې ده چې د وزارت کار کوونکي د وتو په حال کې ول. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، د مرګ ژوبلې شمیر تائید کړی دی.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي، چې د داعش تبلیغاتي آژانس ایماق، د دغه برید د مسئولیت ادعا کړې ده.

طالبانو د افغان ولسمشر د اوربند وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي دي چې د کوچني اختر په درو ورځو کې اوربند مراعاتوي. خو د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند د روژې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پوري په پام کې دی. خو داعش له دغه اوربند څخه استثنا دی.

د دوشنبې په ورځ په غزني کې د سړک د غاړې ماین شپږ ملکي وګړي وژلي دي. همداشان په جلال آباد کې د پوهنې ریاست ته څیرمه یوه ځانمرګي برید کوونکي خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی چې په پایله کې یې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویلي دي چې نور درې برید کوونکي چې غوښتل یې ودانۍ ته ننوځي د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي. د هغه په خبره دغه ځای ته څیرمه یو موټر هم موندل شوی دی چې له چاودیدونکو توکو ډک وو.