د کليفورنيا ځنګلي سیمو کې اور: ويجاړونکی طبيعي ناورين
د امریکا د کليفورنيا په څو سیمو کې په ځنګلونو کې د لګیدلي اور د خاموشه کولو هڅې لا دوام لري. دا اور لګيدنې چې د دغه ایالت د تاريخ تر ټولو ناوړه بلل کيږي، تر اوسه د لسو کسانو د مړينې او ۱۰۰۰۰ کورونو د سوځيدو باعث شوی.
«آفت ځپلې» سيمه
ولسمشر جو بایدن د کليفورنيا ایالت له اور څخه اغیزمنې سيمې د «آفت ځپلو» سيمو په توګه نومولي دي. هغه وويل چې له کانګرس څخه به د مرستې غوښتنه وکړي. دا اور لګیدنې دا پېښې د کليفورنيا ایالت د تاريخ تر ټولو ناوړه بلل شوي دي.
د تلفاتو شمير لوړ شوی
د لاس اينجلس په شا او خوا سيمو کې د پنځوو سترو اورلګيدنو په نتيجه کې د مړو شوو کسانو شمير لسو ته رسېدلی دی. چارواکو د نورو سیمو د تخليه کولو لارښوونه هم کړې ده. په دې منځ کې په کليفورنيا کې د امريکا متحده ایالاتو ملي ګارډ مستقر کړل شوی دی څو د احتمالي غلاو او چور مخه ونيوله شي.
په زرونو هکتاره ساحه سوځېدلې
د کليفورنيا د چارواکو په حواله تر اوسه دې لګیدلو اورونو تر ۱۱۷۵۰ هکتاره څخه ډېره ځمکه سوځولې ده. ويل شوي دي چې تر اوسه د اته ميليارډه ډالرو څخه ډېر مالي زيان اوښتی دی.
يو ستر ناورين
د لاس اينجلس د اطفائيې ادارې مشر کرستن کرولي د پلېسدس سيمې اور د لاس اينجلس د تاريخ «د سترو ناورينونو څخه يو بللی» دی. نوموړي وويل چې د باد سرعت چې اور یې نورو ته سیمو ته خپور کړی و، اوس يو څه کم شوی او د څرخي الوتکو له لارې د اور د خاموشه کولو هڅې بيرتته پېل شوي دي.
په زرونو کسان تېښتې ته مجبور شوي
د چارواکو په حواله د اور لګیدنې له کبله شا او خوا ۱۳۰ زره کسان مجبور شوي دي چې خپل کورونه پريږدي.
د هاليووډ د يو شمیر ستورو کورونه هم سوځيدلي
له هاليووډ سره تړاو لرونکي ډيری شخصيتونه هم په هغو زرونو کسانو کې شامل دي چې کورونه یې سوځيدلي دي. د هاليووډ فلمي صنعت خپل يو لړ پروګرامونه هم ځنډولي دي
د هاليووډ فلمي صنعت خپلې يو شمير پروژې ځنډلي
د هاليووډ مشهورو ستورو لکه پېرس هيلتن، بلي کرستل، کیري الويس، رکي ليک او ديان وران تائيد کړې ده چې د کاليفورنيا په ځينو مهمو سيمو کې د لګېدلو اورونو له کبله د دوی کورونه هم سوځيدلي دي. مارک هېمل او جيمز ووډ وويل چې دوی له خپلو کورونو څخه په تېښته مجبور شول.
د تاريخي ودانۍ د سوځيدو ویره
په کليفورنيا کې لګيدلي ويجاړونکي اور پر نورو سربیره په بهر کې د آلمان يوه تاريخي ودانۍ «ويلا اورورا» هم ګواښي. لکه په انځور کې چې ليدل کيږي چې د اور لمبې دغه ودانۍ ته ډېرې نږدې شوي دي.