1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کریکټ د ملي لوبډلې نوی ټاکل شوی روزونکی څوک دی؟

۱۳۹۸ مهر ۵, جمعه

د افغانستان کریکټ بورډ د جنوبي افریقا پخوانی الرونډر لانس کلوزنر، د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکل دی. کلوزنر د سویلي افریقا د کریکټ د ملي اکاډمۍ سربیره د هند په پریمیر لیګ کې هم د روزونکي دنده ترسره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3QMJd
Lance Klusener wird neuer Cheftrainer des afghanischen Cricket-Nationalteams
انځور: picture-alliance/empics/M. Ntombela

د جمعې په ورځ (د سپتمبر میاشتې په ۲۷ مه نیټه) د افغانستان کریکټ بورډ د ملي لوبډلې له پاره د روزونکي په توګه د سویلي افریقا د پخواني آلرونډر لانس کلوزنر د ټاکلو خبر ورکړی دی. کریکټ بورډ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې کلوزنر تر دې وړاندې د سویلي افریقا د کرکیټ د ملي اکاډمۍ د روزونکي سربیره د هندوستان په پریمیر لیګ کې د ممبۍ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د کریکټ بورډ په حواله، کلوزنر د روزونکې د څلورمې درجې اسناد لري او دا چې  تر دې وروسته به د پخواني روزنکي فیل سیمونز پر ځای د ملي لوبډلې د روزنې چارې پرمخ یوسي.

Lance Klusener wird neuer Cheftrainer des afghanischen Cricket-Nationalteams
انځور: picture-alliance/empics/M. Ntombela

کریکټ بورډ ویلي چې دوی د ملي لوبډلې د مشر روزونکي د دندې له پاره له پنځوسو ډیر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي وو او دا چې تر ارزونو وروسته یې کلوزنر ټاکلی دی. د کریکټ بورډ په حواله، کلوزنر د هندوستان د پریمیر لیګ سربیره د سویلي افریقا په تجارتي سیالیو کې هم د یوې لوبډلې د روزونکي مسوولیت ادأ کړی دی. تر ګمارنې وروسته، د ملي لوبډلې نوي روزونکي کلوزنر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «زه ډیر خوښ یم او د ویاړ احساس لرم چې دغه فرصت راکړل شوی دی.»

نوموړی زیاته کړې چې ټول په دې ښه پوهیږي چې افغانان څومره بې ویرې د کریکټ لوبه کوي. د کلوزنر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې وړاندې راغلي: «زه باوري یم چې په لږ کوښښ او سخت کار سره موږ به د نړۍ په یوه غوره لوبډلې بدل شو. زه د افغانستان [د کریکټ] له ملي لوبډلې سره کار کولو ته سترګې په لار یم ترڅو له دوی سره مرسته وکړم چې د کریکټ سطحه یې نویو هسکو ته ورسیږي.«

د اوس له پاره د ملي لوبډلې په برخه کې د کلوزنر تر ټولو تازه ماموریت د ویسټ انډیز پر وړاندې د افغانستان د ۲۰ اوریزو دریو لوبو یو سیریز دی. ټاکل شوې چې دغه سیریز به د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې په هندوستان کې ترسره شي.

Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د سویلي افریقا دغه پخوانی ۴۸ کلن آلرونډر په چپ لاس توپ وهنه کوي او په ښي لاس نیمه تیز توپ اچونه کوي. نوموړي تر اوسه پورې ۴۸ ټیسټ لوبې، ۱۷۱ یو ورځنۍ، ۱۹۷ فرسټ کلاس، ۳۲۴ اې کلاس، او ۵۳ شل اوریز لوبې کړي دي. نوموړي د ۱۹۹۶م کال د نومبر د ۲۷ نه تر د ډسمبر میاشتې لومړۍ نیټې پورې د هندوستان پر وړاندې په کلکټه کې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه وکړه او وروستی ټسټ لوبه یې بیا د سریلانکا پر وړاندې په ۲۰۰۴م کال کې وکړه.