د کرکیت نومیالیو لوبغاړو افغان لوبډله وستایله
۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعهد رسنیو په خبره د افغانستان د لوبډلې روزونکي کبیرخان، د هندوستان د لوبډلې تکړه لوبغاړی سونیل ګوواسکر او د سریلانکا د لوبډلې له لوبغاړي ارویندا دي سیلوا ته بلنه ورکړې ده چې د افغانستان له لوبډلې سره وويني.
ګوواسکر خبریالانو ته ویلي دي: «کرکیټ یوه نړیواله لوبه ده او دا ډیره ښه خبره ده چې سړی له نورو لوبغاړو سره وویني.»
د افغانستان د لوبډلې ویکیټ ساتونکي محمد شهزاد ویلي دي: «زه تر دې ښه احساس نه شم کولای. هغوی زموږ مورال د راتلونکې لوبې له پاره ډیر لوړ کړ. ګوواسکر وویل چې زموږ اعتماد باید لوړ شي. هغه زیاته کړه چې موږ باید د فلدینګ به برخه کې لا پر مختګ وکړو. هغوی یو څه نور وړاندیزونه هم وکړل.»
افغانستان د ۲۰۱۲ کال په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپله لومړی لوبه د هندوستان پر وړاندې تر سره کړه. هغوی په دې لوبه کې ډیر ښه وځلیدل خو پر دې و نه توانیدل چې لوبه وګټي.
افغانستان به د جمعې په ورځ خپله دویمه لوبه د انګلستان له لوبډلې سره وکړي. د دې لوبډلې کپتان ستوارت بورد، د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه د تلویزیون له لارې لیدلې ده. هغه ویلي دي چې لوبډلې ئې داسې فکر نه کوي چې د افغانستان پر وړاندې لوبه به هرومرو وگټلای شي.
بورد ویلي دي: «افغان لوبغاړي تول ښه شاټونه وهي او موږ باید دې موضوع ته خپل پام واړوو.»
که چېرې افغانستان انگلستان ته ماتې ورکړي نو دا به د دې هیواد د کرکیټ د لوبډلې له پاره ستره بریا وي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض