1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا کړکیچ له آلمان څخه د مهاجرو د اخراج لړۍ درولې

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

له آلمان څخه د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ لا هم دریدلې ده. د کرونا کړکیچ د دې سبب شوی چې له آلمان څخه د اخراجیدونکو کسانو په شمیر کې بې سارې کمښت راشي.

https://p.dw.com/p/3fHSW
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي: «ډیر هیوادونه لاهم د بهرنیو اتباعو له سفر کولو څخه ډډه کوي.» د وزارت په وینا یوازې د کمو قضیو په هکله سلا مشورې کیږي چې دې کار د مجرمینو د بیرته ستنولو چاره هم اغیزمنه کړې ده.

د رسمي معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یوازې ۵۰۲۲ پناه غوښتونکي له آلمان څخه اخراج شوي دي، چې د تیرکال په همدې موده کې د اخراج شوو کسانو تر نیمایي هم کم دي. په می میاشت کې یوازې ۱۵۰ کسان اخراج شوي دي. په دې ترتیب د می میاشتې تر پايه پورې له آلمان څخه په اخراج د مکلفو کسانو شمیر په یوه کال کې له ۲۴۶ زره کسانو څخه ۲۶۷ زره کسانو ته لوړ شوی دی.

د زرغون څراغ پر ځای ژیړ او سور

لکه څرنګه چې ویل شوي د آلمان فدرالي پولیس د ۱۲۱ مبدا هیوادونو له پاره یو لېست لري چې د ترافیکي اشارې له مخې ترتیب شوی دی. زرغون څراغ په دې معنی دی چې اخراج ممکن دی، د ژیړ څراغ په برخه کې یوازې په انفرادي قضیو کې اخراج ممکن دی او سور څراغ بیا اخراج ناممکنوي. د فونکه رسنیزي ډلې د معلوماتو له مخې اوسمهال هیڅ یو هیواد د زرغونه څراغ په توګه نه دی درجه بندي شوی.

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هېرمن، ویلي دي چې هغه ته دا مهمه ده چې په کرونا د اخته کسانو د شمیر له کمیدو سره سم «د اخراج په برخه کې هم عادې حالت ته وروګرځو.» هغه په دې نظر دی چې «په اوږد مهال کې د پناه غوښتنې سیتسم یوازې په هغه صورت کې منل کیدی شي که چیرې پر قانون ولاړ دولت خپلې مثبتې او منفي پریکړې په دوامداره توګه تطبیق کړي.»

زموږ له آرشیف څخه: